طالبانو یو برتانوئ پوځی سپی نیولی دی

ډاکټر نثار احمد صمد | فبروري 6th, 2014


د ( بی بی سی ) نړیواله څانګه راپور ورکوی چی ایساف پرون د طالبانو هغه ادعا ومنله چی د ناټو یو پوځی سپی یې نیولی دی . مخکی طالبانو ویلی وو چی دا سپی مو په لغمان ولایت کی د شپې لخوا په یوه حمله کی نیولی دی ، خو ناټو د هغوی ادعا نه منله . پرون چی کله طالبانو د دې سپي ویډیو خپره کړه نو ایساف وویل چی دا د بهرنیو پوځیانو سپی و چی دوې میاشتی مخکی ورک سوی و . خو بی بی سی وایی چی دا د برتانوي پوځیانو روزل سوی سپی دی .

د دې سپي نوم ( ډګروال ) دی او بیلابیل تجسسي عملیات یې کول . د دې سپي په غاړه کی یوه کېمره ، د سیمی ښودلو او معلومولو آله ( جي پی ایس ) او یو څراغ دی .
دا تر اوسه په دقیق ډول معلومه نه ده چی د دغه سپي اصلی وظیفه څه وه ، خو مهمه دا ده چی ناټو دوې میاشتی وروسته د هغه نیول تایید کړه .

طالبانو هغه مشین ګن هم ښکاره کړ چی په دې حمله کی یې نیولی و او امریکایی پوځیان یې استعمالوی . خو ناټو په دې باره کی تر اوسه څه نه دي ویلی .

Copyright Larawbar 2007-2024