کور / طنز / دکولنګې چرګ وير

دکولنګې چرګ وير

دکولنګې چرګ وير.
دماپښين دري بجي شوي ډوډۍ مو هم نه وه خوړلي خلکو هم انتظار کوى دټيلفون زنګونه هم سر پرسر را روان وه دهر زنګ ځواب اړين و دهر سړي خبري ته نه پاملرني هم بيا ستونزي جوړولى سواى، دغه هر څه مي پرمغزو ډير فشار را وړى و، خو چاره نه وه بايد کار مو کړى واى په همدي وخت کې مي بيا په جيب کي تيليفون ولړزېده وړاندي تر دې چې ځواب ورکړم شميري ته مي وکتل ومي نه پيژانده،په بلي مي ځواب ورته ووايه ښځينه نا اشنا غږ و پرته له ځنډ څخه يې په تيز انداز سره وويل(( سړيه کورته ميلمانه راغلي دي څه ورته پاخه کړم ))؟ ددې دخبرو په انداز ما هم ځواب ورکړ څه ورته پخوي اسمان در باندي را ونړېدى چرګ ورته حلال که زه په کار اخته يم،دې بيا وويل((ستا چرګ بل چرګ په خو په کورکې نسته)). ما هم لکه ډير چې ورسره بلد يم وويل: بلي حلال يې که له ميلمنو خو چرګ زيات ندى زه په کار اخته يم هرڅه چې دي پکار وه چمتو يې که چې کمزورې ډوډۍ جوړه نه کړې.دې تر مخکنيو خبرو خپل غږ کنترول کى وويل(( سمه ده پو سوم ته خپل کار کوه دخداى په امان)) دټيلفون کرښه مو پرې کړه يو يا دوه کسان مي تر څنګ ناست وه هغوى ته مي وويل کومه ښځه وه شميره يې غلطه کړي وه داسي کله کله پيښيږي هغوى هم دميلمستيا خبري زما له خولي وارېدلي، خو په خپل پخواني بحث او کار بوخت شوو ورځ تيره شوه په زړه کې مي ډير څه نه راګرځيدل ځکه پردۍ ښځي زنګ وهلى و شميره يې غلطه کړي وه او ما هم يوازي ددوى دښيګني پر بنياد خبري ورسره کړي وي.
ماښام مي دکار په ځاى کې لمونځ ادا کى کورته روان شوم کله چې مي بخارۍ ته نږدې تکيه ولګول په دې وخت کې بيا هم زنګ راغى ځواب مي ورکى مقابل لوري راته وويل ((څوک يې ))؟ ځواب مې ورکړ ته څوک يې وروره زنګ تا وهلى دى او بيا پوښته له ما کوي. ده بيرته خبره راغبرګه کړه وويل(( ماپښين مي ميرمني شميره غلطه کړي وه او تاته يې زنګ وهلى و څه دې ورته ويلي دي))؟ هو رښتيا هم وروره ورينداري زنګ وهلى و ياد مي شوه کومه بده خبره مي په خداى که ورته کړي وي ښه مشوره مي ورکړه چې ميلمنو ته سمه ډوډۍ تياره که همدومره.(( نه ياره نو ستا يې زما دکور په ميلمنو او دښيي ډوډۍ په چمتوالي څه وه؟ چې بيا دې دچرګ دحلال امر هم ورکړى دى)) حاجي صاحب خو ميرمني دي زنګ وهلى و او ما ورته دچرګ د حلال او ميلمنو ته دښه عزت وويل، ده رالنډه کړه وويل((دپسه دحلال به دې ورته ويلي واى دا چرګ خو دري ورځي کيږي چې له هرات څخه مي په پنځويشت زره افغانۍ راوړى و کولنګې و زه خو دي کولنګې چرګ په وير کښينولم)) له دې سره ده هم وخندل او ما هم خو ده بيا وويل ((ته چيرته يې؟ يو ځل در سره ګورم او ملګري درسره کوم)). نه ياره ولله که در سره وګورم ته والله چې په يو ډول نه په يو ډول دکولنګي چرګ بدل راڅخه واخلي.
دچرګ په وير کې زما دملګري او دچرګ دخاوند تر منځ ډيري خبري شوي وي خومايې په اړه څوغټ ټكې ليكلي دي کيسه حقيقت وه خو دملګري له خولې.