کور / تازه خبرونه / د قرغزستان نامتو ليكوال چنګېز ايتماتوف په حق ورسېد

د قرغزستان نامتو ليكوال چنګېز ايتماتوف په حق ورسېد

د روسيې لومړى ټلوېزيوني چينل خبر راكوي چې د قرغزستان نامتو كلاسيك ليكوال چنګېز ايتماتوف پرون د جون په لسمه د جرمني د (( نيورېنبورګ )) د ښار په يوه روغتون كې د ورپښې ناروغۍ لامله د اتيا كلونو په عمر په حق ورسېد . چنګېز ايتماتوف په نړيواله كچه نامتو ليكوال وو چې د نړۍ په يوسلو پنځوسو ژبو يې اثار چاپ شوي او د اثارو د چاپ ټوليز شمېر يې له څلوېښتو ميليونو ټوكو نه اوړي . د چنګېز ايتماتوف څو اثاره په پښتو ژبه هم ژباړل شوي چې له هغوى نه يې يو هم د (( جميلې )) ناول دى چې د پښتو تكړه ليكوال ، شاعر او ژباړن خداى بښلي محمد نادر جلالي پښتو ته راژباړلى دى .


د روسيې ولسمشر دميتري مېدوېدېف او لومړي وزير ولاديمير پوتين د ليكوال چنګېز ايتماتوف د مړينې لامله د قرغزستان ولسمشر قربان بېك باقييف ته د خواشينۍ پيغامونه لېږلي دي . د قرغزستان ولسمشر ددغې پېښې لامله د جون څوارلسمه په خپل هېواد كې د ماتم ورځ اعلان كړه .