په پنجاب کې دگازو پرنل ليکې بريد شوې

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | فبروري 10th, 2014


اسلام اباد: دبي بي سي د خبرله مخې د پاکستان سوېل لوېديځ کې د ګازو درې نل لیکې الوځول شوې دي.سیمه ییزو چارواکو ویلي، دوسله والو دغه کار پر ګڼ وګړیز پنجاب ایالت ګاز پارچاو کړی دی.د سوېل لوېديځ بلوچستان ایالت بېلتون غوښتونکو جنګیالیو د دغه برید پړه منلې ده.د پنجاب زیاتره برخه برېښنا او ګاز او د لومړي وزیر نواز شریف اصلي ټاټوبی اوس بې ګازه شوی دی.چارواکي وايي، د ګازو د الوځول شویو نل لیکو د بېرته فعالولو لپاره ۴۸ ساعته وخت پکار دی.بلوچستان کې تر ډېره جلا غوښتونکې ډلې د ګازو نل لیکې په نښه کوي، خو دا لومړی ځل دی، چې هم مهاله څو نل لیکې الوځول کېږي.دغه نل لیکې د پنجاب رحیم یار خان ښار ته نژدې دي په یوه راپور کې ویل شوي، چې په برید کې یوه مېرمن هم وژل شوې، او الوځول شوي ګاز نل لیکې لاهم د اور په لمبو کې دي.د ګازو دغه نل لیکې د شمالي ګاز کمپنۍ له خوا اداره کېږي، چې تر ډېره د پنجاب سیمو ته ګاز رسوي.خبریالان وايي، ډېر لږ خلک د ګاز د کمښت له وېرې په کورونو کې د ګازو ډبې ساتي.

Copyright Larawbar 2007-2024