کور / سياسي / ډاکټر عبدالله عبدالله د زلمي رسول په ګټه تېرېږي!

ډاکټر عبدالله عبدالله د زلمي رسول په ګټه تېرېږي!

سره له دې چې د ۱۳۹۳ د وري د ۱۶مې نېټې ټولټاکنو ته، د ټاکنيزو کمپاينونو څو ورځې کيږي؛ خو له همدې پيله د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله او د هغه د ملګرو ترمينځ ډېره وارخطايي او ناهيلي ليدل کيږي.

د هغوی دا وارخطايي بې ځايه هم نه ده؛ د دوی د پخوانۍ شمال ټلوالې ډېرې راېې امير اسمعيل خان له ځان سره استاد سياف ته يوړې، ډېرې نورې يې د جنرال دوستم لخوا اشرف غني احمدزي ته وروبخښل شوې، او حتی د ډاکټر عبدالله د ځالې (پنجشېر) ډېرې رايې احمدضيا مسعود د ډاکټر زلمي رسول له سره ځار کړې. ډېر شمېر نورې رايې يې اخوا دېخوا د يو او بل خوراک شوې.

له بلې خوا د ولسمشرۍ د کانديدانو ترمينځ په وروستيو دوو ټلوېزيونې مناظرو کې د ډاکټر عبدالله ضعيف موقف او د طالبانو او ډيورنډ لاين په شان مسايلو په اړه د هغه د پخوا خلاف اوښتی دريځ (چې په حقيقت کې د پښتنو د رايو اخيستو لپاره سياسي چال دی) د هغه ډېر پخواني پلويان ناراضه او دې ته اړ کړي چې د هغه په اړه بيا غور وکړي.

اوس نو د ډاکټر عبدالله عبدالله دا وېره پر ځای ده چې نور افغانستان خو لا پرېږده؛ ښايي د پنجشېر او بدخشان خلک هم هغه ته دومره رايې ورنکړي، د څومره چې يې تمه لرله.

دا حالت د ډاکټر عبدالله عبدالله لپاره په راتلونکو ټاکنو کې تر تېرو هغو د سختې ناکامۍ سره نښه ده!

ښه نو، د ډاکټر عبدالله د ناکامۍ په صورت کې بری حتمي د ډاکټر اشرف غني احمدزي په برخه دی. او دا، هغه څه دي چې ډاکټر عبدالله يې د ځان او خپلې ډلګۍ د پو پناه کېدو په معنا ګڼي.

دوی چې د يوې هوښيارې او فعالې ډلګۍ په توګه؛ په هر حال، هر وخت او د هېواد هر ځای کې خپل شتون او خپلې ګټې ساتل غواړي؛ هم حکومت هم اپوزيسيون، هم جنګ هم سولې، هم قانون او هم ناقانونۍ کې خپل رول فعال ساتل اړين ګڼي؛ نو دا به ورته هيڅ د منلو او زغملو وړ نه وي چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په راتګ سره دې د دوی هر څه پو پنا شي.

ډاکټر عبدالله چې به پخوا د خپل نږدې ملګري يونس قانوني دا لارښوونه اورېده چې، په افغانستان کې لا دېرش کاله نور هم د غير پښتون واک ته رسېدل ناشونی کار دی، نو په ناراحته انداز به يې ورغبرګه کړه: اګر ريئس جمهور نه ميشيم، معاون ريس جمهور خو بايد هميشه باشيم!

اوس که ډاکټر صيب اشرف غني احمدزی بريالی کيږي نو د ډاکټر عبدالله ډله مرستيال ولسمشري هم له لاسه ورکوي. له بلې خوا ډاکټر صيب اشرف غني ورته لکه د (وادي ګرګها) سريال د اتل (فولاد علمدار) په شان داسې څوک ښکاري چې په معاملو او مصلحتونو هم ډېر باور نه لري.

ځکه خو د اشرف غني برياليتوب دوی د ځان لپاره د پو پناه کېدا په معنا ګڼي او ددې (ستر خطر) د مخنيوي لپاره بايد حتماً بله لاره چاره وسنجوي!

ډاکټر عبدالله عبدالله او د هغه ډلګۍ د (ستر خطر) د مخنيوي لپاره، ښايي دا کوچنی خطر ومني چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د زلمي رسول په ګټه تېر شي.

ولې زلمي رسول ته تېرېدا؟
ډاکټر زلمی رسول هغه څوک دی چې په ارګ کې يې شتون تر ډاکټر عبدالله عبدالله ډېر د پښتنو په زيان او د شمال ټلوالی په ګټه دی.

د ډاکټر عبدالله د برياليتوب په صورت کې به بيا هم په ولسمشرۍ ماڼۍ کې څه ناڅه پښتو پاتې وي، د عبدالله لومړی مرستيال انجينير خان محمد که د احمدشاه مسعود د ورور د وژنې په تور ونه وژل شي، نو هغه به له خپلو ملګرو سره کله نا کله په ارګ کې پښتو وايي؛ خو که د ډاکټر زلمي رسول ټيم بريالی شي نو ارګ به بلکل له پښتو خالي شي.

ډېری افغانان به ددې خبرې شاهدان يي چې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د نوماندانو په لومړنۍ ټلوېزوني مناظره کې، چې د طلوع ټلوېزون له لوري څو شپې وړاندې خپره شوه، يواځينی نوماند ډاکټر زلمی رسول و چې حتی يوه کليمه پښتو يې ونه ويله.

سره له دی چې د ډاکټر زلمي رسول يو انتخاباتي شعار برابري يا مساوات دی خو د خپل شعار خلاف يې په ياده مناظره او بل هر ځای کې د ژبو تر مينځ هيڅ برابري او مساوات نه دی مراعات کړی او ددې بې عدالتۍ لامل دادی چې هغه د هېواد په ملي او رسمي ژبه (پښتو) نه پوهېږي.

ډاکټر زلمی رسول به د لاندينيو ټکو له امله تر ډاکټر عبدالله ډېر د شمال ټلوالې په ګټه وي.
1. ارګ به له پښتو په بشپړه توګه خالي شي؛
2. يو ځل بيا به د ظاهر شاه او هغه ته ورته تش په نامه پښتنو پاچاهانو په شان، يو تش په نامه پښتون سړي ته ولسمشري منسوبه شي خو په عمل کې به هر څه د هېواد د اکثريت (پښتون قام) په لوی زيان وي. (چې دا کار لوی بغاوتونه راپارولی شي)؛
3. د حزب اسلامي يوه ډېره وړه برخه به هم ارګ ته هيڅ لاره پيدا نکړای شي؛
4. واک به دداسې ډلګۍ په لاس کې شي چې هم به په هېواد کې د شتو واکمنو جنګسالارانو او هم د بهرنيو نيواکګرو ملاتړ ورسره وي. (زيان به د ولس وي)

او پورتنۍ ټولې د ډاکټر عبدالله او د هغه د ټيم اساسي موخې او غوښتنې دي.

د ډاکټر عبدالله د تېرېدنې په صورت کې به، د حمل د ۱۶ نېټې په ټولټاکنو کې نور نوماندان هم وي، خو اصلي ټاکنيزه جګړه به د ډاکټر اشرف غني او ډاکټر زلمی رسول ترمينځ وي.

په دې صورت کې به د ډېرو افغانانو ترڅنګ، ولسمشر کرزی او ډېری نړيوال هم د لاندينيو او يو شمېر نورو لاملونو له مخې د ډاکټر زلمی رسول ملاتړ وکړي او د هغه د برياليتوب چانس به ډېر شي.
1. ډېری نړيوال په تېره بيا نيواکګر هېوادونه د داسې يو چا غوښتونکي دي چې له فکر او پوهې بې برخې او په پټو سترګو د هغوی د هرې غوښتنې منونکی وي؛
2. ولسمشر کرزی هم تر ځان وروسته د داسې چا غوښتونکی دی چې خپلې ټولې نيمګړتياوې د هغه د ضعيف ټيم په واسطه پټې او د افغانانو له ياده وباسي تر څو د افغانستان کاڼي او بوټي هم د ولسمشر کرزي ارمان وکړي؛
3. د ښځو د حقوقو په نامه ډېری هېوادنۍ او نړيوالې ډلې به له دې امله ورته خوشاله وي چې د زلمي رسول دوهمه مرستياله ښځه ده؛
ډېری ګاونډي هېوادونه هم تر ډېره د زلمي رسول برياليتوب ته خوښ دي ځکه د زلمي رسول ټيم به ډيورنډ کرښه په رسميت وپېژني او په دوهم ګام کې به افغانستان د فېډرالېزم په پلمه په اتو برخو وويشي. (دا څرګندونې د ډاکټر زلمي رسول لومړي مرستيال احمد ضيا مسعود له طلوع سره په ځانګړې مرکه کې کړي).