کور / راپور / د خپلواك ادبي ټولني مياشتنۍ مشاعره وشوه

د خپلواك ادبي ټولني مياشتنۍ مشاعره وشوه

  د روان لمريز كال په (۲۱مه) نېټه چي د ۲۰۰۸ زېږديز كال د جون د مياشتي له لسمي نيټي سره سمون خوري د كوټي د پښتون آباد سيمې ميشت پښتانه فرهنګيانو او فرهنګپالو د ټولني (خپلواك ادبي ټولني) له لوري مياشتنۍ مشاعره تر سره شوه .


   غونډه چي د زېږديز كال د هري مياشتي په لسمه نيټه د احمدشاه بابا څلور لاري (ميټا چوك) په سېمه كي ترسره كيږي ،لومړى پكي مشاعره او وروسته كره كتنه هم كيږي . دا ځل بيا هم په داسي حال كي تر سره شوه،چي ډېرو درنو شاعرانو، ليكوالو او په پښتانه فرهنګ مينو ځوانانو پكي ګډون كړى وو .


   مشاعره كه څه هم غونډي ته د شاعرانو د په وخت نه راتګ له كبله تر خپل ټاكلي وخت ،لږ وروسته د سي شنبي (دري نۍ)د دورځي د مازيګر په (۶) بجي پيل شوه . شاوخوا يو ساعت يې دوام وكړ . د مشاعري ميلمه ليكوال ښاغلى لېوال نورزى ،كوربه يې زمان يوسفزى او د وياندويۍ چاري يې تكړه شاعر،ليكوال،ژورناليسټ او فعال فرهنګپال ښاغلي آغاجان همدرد ترسره كولي .


   په مشاعره كي لاندينيو شاعرانو خپل شعرونه د مشاعري ګډونوالو ته واورول .


   ۱- محمد قاسم ابدال ۲- محسن حسني ۳- مولا داد غريبيار ۴- عبدالقادر مفتون  ۵- بشيراحمد ارماني ۶- محمدالله وفا ۷- محمد كبير مسكينيار ۸- حبيب الله  افغان ۹- غني خان غزنوي ۱۰- آغاجان همدرد ۱۱- روح الله عابد ۱۲- حسيب الله حسيب .


   د مشاعري د پيل كړۍ د قرآن عظيم الشان د سپېڅلو آياتونو په تلاوت سره ماتي شوي . تر تلاوت وروسته هر يوه شاعر په خپل وار سره خپل نوي او خواږه شعرونه د مشاعري ګډون كوونكو ته واورول . د غونډي په مينځ كي چي مشاعره لا پاى ته نه وه  رسيدلې ټولو برخه والو د ارواښاد ليكوال،شاعر او ژورناليست ښاغلي عبدالصمد روحاني اروا ته د دعا لاسونه  لپه كړل،د ارواښاد مړينه يې په كلكه وغندله او د روحاني مړېنه يې د هېواد لپاره يوه ستره ضايعه وبلله،چي ځاى به يې تر ډېره تش پاته وي . (انالله وانا اليه راجعون)


   په پاى كي ښاغلي مولاداد غريبيار خپل شعر او ډاكټر عبدالغني د ارواښاد سيد عبدالخالق آغا يو نعت شريف په  ترنم كي د غونډي برخه والو ته واورول . چي ټولو ته ډېر په زړه پوري وو .


   هېره دي نه وي چي خپلواك ادبي ټولنه له تېر يو نيم كاله راهيسې د كوټي په پښتون آباد سېمه كي په فعاليت بوخته ده ،چي تر دا مهاله يې ډيري لاسته راوړني لرلي دي . د ټولني د همكارانو په وينا دوى د هر مشر او كشر فرهنګي شخصيت راتګ ته سترګي په لاره دي او له ټولو پر فرهنګ مينانو او په ځانګړي توګه د كوټي مېشت پښتانه وګړو څخه د مرستي او ګډون غوښتوونكي دي .