په کراچۍ کې پرپوليسو ځانمرگى بريد شوې

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | فبروري 13th, 2014


کراچې: په کراچۍ کې دپوليسوپربس ځانمرگى بريد شوى چې له امله يې ١١ پوليس وژل شوي او له ٤٠ ډيرټپيان دي ،پېښه په سيمه ايزوخت ٧ نيمې بجې دکراچۍ لوى سرک رزاق اباد کې رامنځته شوې، بس د ښوونې له مرکزڅخه وتلى وو چې بريد پرې وشو په بس کې دپوليسو ٥٥چارواکې ناست ول اودبلاول ماڼۍ ته دکارلپاره روان وو ، وژل شوي اوټپيان دجناح روغتون ته رسول شويد پاکستاني طالبانو ویاند شاهدالله شاهد د دې برید پړه پر غاړه واخیسته او ویې ویل، چې د پولیسو او ملېشه ځواکونو په لاس د خپلو ملګرو وژل کېدو غچ یې اخیستی.شاهدالله شاهد دا هم ویلي و، چې د حکومت او طالبانو تر منځ د رسمي اوربند ټينګېدو تر مهاله به ورته بریدونه دوام وکړي.

Copyright Larawbar 2007-2024