خلګ د غلو په ډله کي اصلي کاروان ورکوي
د افغانستان تقریبآ ټول ملت اوس د شورا د مقدس او سپېڅلي نوم سره اشناء دي.
(شوری) چي یوه عربي کلیمه ده،د مشورې او نظر پوښتني په معنی تعبیرېدلای سي.
یاده کلیمه چي تر ډېره حده د عربي هیوادونو د رسم او رواج سره منظمه او یوه وړ کلیمه بلل سوې ده،ډیر تاریخي لرغونتوب لري،د شوری د مسؤلینو او منصوبینو مسؤلیتونه او مکلفیتونه، او هم دا ډول د شورا جوړښت.
افغانستان یو اسلامي هیواد دی، او ډېرۍ وګړي یې د اسلام د مقدسو اساساتو په رڼا کي خپل د ژوندانه چاري او ستونزو ته د حل لاري لټوي.
شورا چي تل یې د افغانانو ستونزي او مشکلات ورته حل کړي دي، او د تاریخي پلوه خورا ډیري مهمي او اړیني دي، او د افغانستان په تقریبآ څلورو لسیزوجنګونو اوخاریجي یرغلونو کي یې د کار او شتون ضرورت تر بل هر وخت ډیر احساس سوی دی.
مګر،
په ډیر تآسف او خواشیني باید وویل سي چي شورا او د شورا ننني مسؤلین او منصوبین ډیر لږ د مسؤلیت او مکلفیت احساس کوي.
زه د یوه افغان په صفت د شورا د تشکل او د شورا ومسؤلینو ته یوه مشوره لرم،
مشوره مي په دې ډول ده:
آیا موږ چي د خلګو د شورا د مسؤلیت دروند بار راته پر اوږو پروت دی،د شورا د ریشتني او واقعي مسؤلیت احساس مو کړی دی؟
که د شورا ماناپه واقعیت کي د مشورې په مفهوم وي،نو آیا موږ مشوره او یوه واقعي رابطه لرو د خپلو هیداودوالو سره؟ او یا مو د هغه منصوب قوم سره مشوره کړې ده؟
یو قوم د خپل سرنویشت څخه په مطلقه توګه ناخبره وي،فقط یو څو نفره سره ټولیږي او د یوه لوی او پاشلي قوم په مورد داسي پریکړي او تصامیم نیسي چي نه یې هغه قوم پرې خبر وي او نه یې دا د وخت او حالاتو او یا په بله مانا د جبر او ستم په نتیجه کي په اوجود راغلی قومي مشران او قومي معامله ګر.
په عربي ڼړۍ کي خلګ شورا د ستونزو او کړاؤنو د حل او فصل په خاطر جوړوي،
خو،
په ډیره خواشیني باید ووایم چي د تقریبآ څلورو لسیزو جنګونو او کړاؤنو زموږ ټول واقَعي او اصلي ارزښتونه راڅخه واخیستل،
چي یوه ښه بېلګه یې د تش په نوم قومي شوراؤ وضعیت او شتون دی.
که وکتل سي په هیواد کي د پښتون،هزاره،تاجیک،ازبک او بلوڅ په نوم ډیري شوراوي جوړي سوي دي او لا نور هم جوړیږي.
خو مؤثریت او مهموالي یې یوازي تر یو څو اشخاصو پوري محدود وي.
ډیرو د قوم د شورا په نوم دفترونه خلاص کړي دي،چي مهم او اړین کارونه یې د قوم پر سر د معاملې او تجارت بڼه لري،
ولس اوس هم نه و عدالت ته لاس رسۍ لري،نه و انصاف ته لاس رسۍ لري،او نه د خپل ځان حق پیژني،چي زه څه حق لرم او زما حکومت پرما څه حق لري.
قومي تجارانو نه یوازي د ولس حق تر پښو لاندي کړی دی،بلکي د هغوی و عدالت،انصاف،حقوق ته نه لاس رسۍ یې د ځان په ګټه بللی دی.
که فکر وسي په یوه ولسوالي کي د یوې شورا ټول مسؤلیت او مکلفیت د یوه یا څو نفرو په رهبرۍ مخ ته وړل کیږي،چي د قوم سره ډېره لږ رابطه لري او د هغوی نظر واخلي چي د یاد قوم د عام ولس نظر او رایه څه ده.
د هري ستونزي په تړاو نه یوه لنډ مهاله او نه یوه اوږدمهاله څیړنه کیږي.
که څیړنه کیږي هم،یوازي به د یوه شخص له لوري کیږي،چي داکار د څیړني د قوانینو خلاف کار دی.
یوه څیړنه باید د مختلفو مراحلو او مراجعو په تر سره کولو سرته ورسیږي.
سپارښتنه:
زه په صراحت ویلای سم چي که تاسو د قومي شوراؤ د تشکل او فعالیت په اړه یوه واقعي څیړنه وکړئ،نو پوه به سئ چي د خلګو د ګټو او ستونزو د پاره جوړي سوي قومي شوراوي تر ډېره خپلو شخصي او د رهبرۍ تر سرحده کار کوي.
شوراؤ خپل واقعي او هغه تاریخي رسالت ته پام نه دی کړی،شورا اوس تر ډېره بریده د ستونزو د رفع کولو پر ځان د تجارت او سیاسي بحران را زیږولو ته کار کوي.
زه بیاهم بېره لرم که شوراوي خپل واقعي او اصلي لید لورۍ ورک کړي،نو لیري به نه وي چي بیا به ولس په شورا هم خپل باور او عقیده د لاسه ورکړي.
د هیواد د ټولو پرګنو او ګډو قومونو شوراؤ ته مي یوه د ورورۍ مشوره ده،چي خپل د قومي شوراؤ اهداف مو د ولس ستونزي او ګټي په نظر کي ونیسئ،نه شخص ته ګټه او فایده.
15/02/2014