غزل

د لراوبر اداره | جون 11th, 2008


مینه خو ډیر باسي اشنا هسي له کاره سړی
خدای دي جلا نه کړي زما غوندي له یاره سړی


چي بې خبره وي له حسنه شونډي نه پیژني
څه به په یار باندي خبریږي بې رویباره سړی


زموږناوسه ژوندبه څه وي او څه به وکړي
چي موږ یې مخته کړو هغه سي بې کرداره سړی


عجب دودونه دي زموږپه کلي نوي نوي
یوکلی نړۍ سوه هر څوک شوبې اتباره سړی


ده ګلوپاڼي چي ښکلیږي نومئین غواړي
خوزموږهرګل ده ظلم ښکار لکه بې یاره سړی


هرچاده خپل ټوپک شپیلۍ سره کړه ده ورور په وینو
ځکه خویو دي بې قصوراوقصورواره سړی



کلاسیف الله سهیلي پښتونخواه

Copyright Larawbar 2007-2024