پېښورکې دطالبانوپخوانى وزیر ووژل شو
لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
پېښور: دبي بي سي د خبر له مخې نا څرګندو وسله والو په پېښور کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کډوالو د چارو وزیر، مولوي عبدالرقیب وژلی دی.د طالبانو بل پخواني وزیر معتصم اغاجان، چې ویل کېږې، د مولوي عبدالرقیب ملګرې و، د مولوي عبدالرقیب وژنه تایید کړه. وه افغان مشر چې له مولوي عبدالرقیب سره یې له نږدې پېژندل هم د هغه وژنه تایید کړې ده.په پېښور کې پولیس د یوه افغان وګړي وژنه مني ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د طالبانو دا مشر له یوه بل کس سره په موټر سایکل سپور وو چې د ناصر باغ په لوې سړک پرې ډزې وشوې.یو افغان وګړې چې مولوې عبدالرقیب یې د ډېرې مودې راهیسې پېژانده، وویل چې نوموړي واده نه و کړې.هغه په پېښور کې له خپل کشر ورور سره ژوند کاوه. هېچا د پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې له بله خوا طالبانو په خپلې رسمي ويب پاڼې کې دغه وژنه تاييد اوغندلې او وايي (اسلامي امارت دغه بزدلانه تروريستي پيښه په ترټولوکلکو ټکو غندي او دښمن نشي کولای په دغه راز ناځوانمردانه عمل او د مجاهدینو په شهادت رسولو سره دجهاد روان بهیر ټکنی او خپلې شومې موخې تر لاسه کړي، بلکې برعکس دغه ډول پيښيې د جهادي صف د پياوړتيا، په صف کې د وحدت، جهادي اهدافوته ژمنتيا او د مجاهدینو د لا استقامت سبب ګرځي)