زابل دیواشاریه اته میلونو افغانیو په ارزښت پروژه پلی شوه
جاويد احمد تنوير
چارواکی وایی دڅارویو دپلور ځای یا ( ګنج ) پروژه دیوي میاشتي په موده کی دیو ایس ای ډی دلاري درمپ اپ موسسی په مرسته دښاروالي لخوا دیو اشاریه اته میلونو افغانیو په ارزښت پرانستل شول ، چارواکی وایی دغه پروژه په څلورجریبه ځکه کی پلی شوی ده ، پرهمدي مهال د زابل ښاروال کریم الله حکیمي وایی هڅه کوي ترڅو دڅارویو دپلورنکو لپاره دپلور ساحه غټه کړي ، نوموړي وایی نوري رغنیزي پروژی هم تر لاس لاندی لري چی راروان پسرلی به یی کار پیل شی ،
په زابل کی په ورستیو څو میاشتی کوی ددي ولایت ښاروالي دخلکو لپاره یوه اندازه پروژی پلی کړی چی خلک یی دنورو خدماتو دترسره غولو غوښتنه هم کوي ، سمیز اوسیدونکی وایی که چیرته ښاروالي په خپلو خدماتو کی زیاتوالي راولي دوی به ورته د کار په بد کی خپله مالیه ورکړي ،