کور / سياسي / که داسي وسوه…!

که داسي وسوه…!

د پنځم اپرېل په رارسېدو سره په افغانستان کي سياسي منډو هم زور
اخستئ،هر نوماند د ځان په ګټه بېلابېلي هلي ځلي کوي،ښايي ځيني نوماندان
يو بل ته تېر هم سي ځکه وختي لا ځيني نوماندانو دا کار پېل کړئ.
ښاغلی حامد کرزي د حزب اسلامي د (۵۱)زنداني مخکښانو د ايله کېدو
لارښوونه کړې چي په بدله کي به د حزب اسلامي ډلي پلويان خپلي رايي وه
ښاغلي قيوم کرزی ته ورکوي، ددې تر ځنګ حزب اسلامي داسي غوښتني لري چي
“..په راتلونکی دولت کي به پره پره ونډه ورکول کيږي او ښاغلی اولسمشر به
د امنيتي تړون په نه لاسليک ټينګ درېږي،او د نړيوالو سوله ساتو فوځونو په
ژر تلو کي به کوښښ کوي تر څو نړيوال فوځونه افغانستان پرېږدي او معامله
ټوله افغانانو ته پاته سي وروسته تردي به افغانان په خپل مابينځ کي ديوې
بين الافغاني جرګې په ترڅ کي دا ستونزه هواروي..”.
خو بل اړخ ته د اولسمشر او امريکايانو ټکر دريځونو ته په پام سره داسي
اوازې سته چي که چيري په ټاکنو کي د امريکايانو د خوښۍ نوماند بريالی نسي
نو امريکا داسي پلان لري چي د جنرال بسم الله په مټ کودتا تر سره کړي ځکه
بسم الله خان د دفاع وزير او په فوځ کي پراخ نفوذ لري.
د امنيتي تړون د ژر نه لاسليک پايلي به امريکايانو ته په ډېره درنه بيه
ولوېږي ځکه د ښاغلي کرزي د اولسمشری موده په ۱۹ اګست پاي ته رسېږي.که
چيري ټاکني دومه پلا ته ولاړي سي نو ښاغلی کرزی به در ۱۹ ستمبر پوري
دافغانستان اولسمشر وي .
اوس نو چي بل اولسمشر په ۱۹ ستمبر کښيني او بيا تړون لاسليکوي دلته به نو
په افغانستان کي ساړه دې ځاي ته رسېدلي وي چي په ډېری شمالي سيمو کي د
واوري له امله دتلوراتلو لاري بندي وي،امريکايانو ته به ناشوني وي چي خپل
۴۶ زره فوځيان د هوا له لاري د قزاقستان د منانا اډې پوري د چورلکو په مټ
ورسوي ځکه په ناسمه هوا کي چورلکي نسي کولاي اولوتنه تر سره کړي او دا
به د طالبانو لپاره يو ښه ښکار وي تر څو په اسانه يې تر بريدونو لاندي
راولي،نو ځکه امريکايان کوښښ کوي څو تړون تر ټاکنو دمخه لاسليک سي.
داسي راپورونه لا هم سته چي که تړون ژر لاسليک نه سي نو امريکايانو د
جنرال بسم الله خان په مټ د يوې کوچنی فوځي کودتا پلان نيولی دي،په فوځي
کودتا کي به کرزی بندي کيږي د اداري فساد په ګډون به په نورو لويو تورنو
تورنېږي تر څو وه کولاي سي چي ټاکني د۵م اپريل څخه ۵م جون ته وځنډوي پدې
سره به د ښاغلي قيوم کرزی برخه هم تر پوښتنو لاندي سي .
خو زما له انده افغانان اوس پوه سوي او د تير۳۵ کلن اړودوړ څخه يې دا زده
کړل چي د دا ډول توطييو مخنيوي څنګه کولاي سي او امريکايان هم بايد داسي
تېروتنه وه نه کړي،ځکه چي دا کړنه به افغانستان يوار بيا د شلمي پېړۍ
ناخوالو او تباهيو ته ورټېل وهي.