کور / خبرتیا او پيغامونه / دمورنۍ ژبې دنړيوالې ورځې په اړه دخوست والي پيغام

دمورنۍ ژبې دنړيوالې ورځې په اړه دخوست والي پيغام

دحوت په دوهمه نيټه چې دفبروري دمياشتې له يووېشتمې نېټې سره سمون خوري
،د ټولې نړۍ په ورغوي کې دمورنۍ ژبې نړيواله ورځ لمانځل کيږي ،په همدې
ورځ په بشري نړۍ کې ټول مېشت وګړي په خپله مورنۍ ژبه دخپلې ژبې درناوى
کوي اوپه همدې تړاو خپل حق غږ اوچتوي.
په مورنۍ ژبه خبرې کول،په مورنۍ ژبه ليکل کول،په مورنۍ ژبه زده کړه کول
اوپه مورنۍ ژبه نورو ته ور زده کول ديوې واقعي ،پرمختللې ،عادلې ،متمدنې
او انساني ټولنې ترټولو غوره ځانګړتيا ده،په دې باور لرو چې په نورو ژبو
پوهيدل دمهارتونو سرچينې زياتوې خوداسې نه چې نورې ژبې تر خپلې مورنۍ ژبې
غوره وګڼو.نورو ژبو ته بشپړ درناوى لرو خو دخپلې ژبې پرمختګ ،بډاينه
اوپياوړتيا خپل حق بولو.
دولت هم مکلفيت لري چې دافغانستان دټولو ژبودپياوړتيا اوپراختيا لپاره
اغيزمن پروګرامونه طرح او تطبيق کړي.څنګه چې ژبه دهويت ښکارندويه ده ،نو
دافغانستان په تاريخ کې محوري او دهويت ژبه پښتو پاتې شوې ولې له بدمرغه
دهمدې بډايه او محوري ژبې له پرمختګ اوپياوړتيا سره تل دښمني شوې ده،ځکه
چې اوس هم ددې هېواد اکثريت وګړي چې مورنۍ ژبه يې پښتو ده ،په خپله ژبه
له زده کړې اوليک محروم دي.
دټولنې په اکثريت او ددتاريخ په قضاوت بايد نور سترګې پټې نه شي ،دخپلې
ژبې پرمختګ اوپياوړتيا غواړو ،ددې هېواد هرماشوم حق لري چې له نافذه
قوانينو سره سم په خپله مورنۍ ژبه زده کړه وکړې او ورته په واقعي توګه
دزده کړو زمينه مساعده شي.
زه په همدې ورځ يوځل بيا له ټولو علمي شخصيتونو ،استادانو ،ښوونکو
،کلتوري ټولنو ،مدني بنسټونو ،ليکوالانو ،شاعرانو ،اديبانو ،خبريالانو او
ژبپوهانو غواړم چې دخپل هويت او ارزښتونو دساتنې لپاره په ګډه کار وکړي
او چاته ددې اجازه ورنه کړي چې دټولنې په حافظه او ورغوي کې
زمونزارزښتونو او هويت ته نور زيان ورسوي.
په همدې هيله
عبدالجبارنعيمي
دخوست والي