کور / راپور / دپوليتخنيک له يوه استاد سره مرکه

دپوليتخنيک له يوه استاد سره مرکه

پوليتخنيک پوهنتون په هېوادکې دانجينري کادرونوتردروزنې ترټولوښه پوهنتون دى.

مرکه کوونکى: همت الله امين زى

دهېواددپلازمېنې کابل دڅلورګونوپوهنتونونو له ډلې څخه يوهم دکابل پوليتخنيک پوهنتون دى چې ددې پوهنتون دپېژندنې لپاره مو ددې پوهنتون يوه تجربه لرونکي استادښاغلي پوهاند دوکتوراحمدغوث حکيمي څخه څوپوښتنې کړې دي؟

پوښتنه:- محترم پوهاند صاحب که مهرباني وکړى په پيل کې دپولي تخنيک پوهنتون دجوړېدودنظرد پيداکېدوپه هکله معلومات راکړي؟

ځواب :-  دزمانې دايجاباتوسره سم اودافغاني ټولنې دژوندانه دهراړخيزې اړتياپه تېره بيادانجنيرى څانګودماهرانو دروزلواودهېواددآبادولواوپرمختګ په خاطراوددې لپاره چې په انجنيرى برخوکې خپل ملي کدرونه وروزل شي داسي يوه مفکوره چې افغانان په خپله وکولاي شي خپل وطن آبادکړى رامنځته شوه،نوپه همدې خاطردلازمومطروحه پلانونوله مخې ددې لوړې علمي عالي انجينرى موسسې دبنسټ ډبره کېښودله شوه.

پوښتنه:- که ددې پوهنتون دلنډې تاريخچې په هکله وواياست؟

ځواب:- دکابل پولي تخنيک پوهنتون په  ١٣٤٢ هـ ش کال کې د دکابل پولي تخنيک انستيتوت ترنامه لاندې ديوه پوهنځي په څېردکابل پوهنتون په چوکاټ کې رامنځ ته شو،چې په همدغه کال دمطروحه پلان دعملي کولولپاره داوسني يواځنى تکنالوژيکي پوهنتون دبنسټ ډبره په همدغه چاپېريال کې چې همدااوس ده اومونږ اوتاسې سره ناست يواوخبرې کووددرې سوه اوپنځوس جريبه ځمکې په ساحه کې کېښودل شوه، البته ددې پوهنتون دبنسټ ډبره دوخت ددودولتونودمشرانو (دافغانستان اوپخواني شوروي اتحاد) په لاس کېښودل شوه.

پوښتنه: – ددې پوهنتون دجوړېدوپرمهال کوم څيزونه ډېرپه پام کې نيول شوي دي؟

ځواب :- دکابل پولي تخنيک پوهنتون دهغه وخت اوزمان سره سم په يوه پرمختللي علمې اوتعليمى دلوړوزده کړودغوښتنوسره سم طرح شوى اوټول هغه شيان چې هرومروګڼل کېدل په کلکه په پام کې نيول شوي دي. دلته ټول هغه څه چې دلوړوزده کړودزده کوونکواوراتلونکوانجنيرانولپاره ګټورشمېرل کېده اوهغوي ورته سخته اړتيالرله،ټول په کلکه په پام کې نيول شوي دي. دساري په توګه په اړونده وسايلوسمبالې درسى خونې،کفتريا، مجهزلابراتوارونه ، ستر سپورتي جمنازيوم چې په يوه وخت کې ددووزروڅخه دزياتوکسانو ځاى لرى ،اوپه سپورتى پروګرامونو برسېره دمحصلانو لپاره دتفريحى پروګرامونو (دسينمايي فلمونودښودلو،کنسرتونواود تياتردنندارې) اوداړتيا سره سم دکنفرانسونو،علمى اوټولنيزو غونډودجوړولولپاره ورڅخه کاراخيستل کېده ،پراخ سپورتي ميدانونه،دلامبووهلوډېر عصرى ډنډ، په شپږوبلاکونوکې په عصرى وسايلو سمباله ليليه ، دډوډى خوړلو  لوی اوښکلى صالون اوپه پرمختلليو وسايلو سمبال پخلنځى، دکال په اوږدو کې (په ليليه اوټولواړونده ځايونوکې) سړې اوتودې اوبه،په عصرى وسايلو سمبال دجامو مينځلو ځاى، ډېر لوى اوپه ښکلې بڼه جوړشوى جومات چې داوداسه پرځايونو څخه برسېره دلمونځ کوونکو داړتياوودلرې کوولو لپاره ډېرى اسانتياوې برابرولې په پام کې  نيول شوى وو. ترټولومهمه داوه چې دې پوهنتون دپام وړکتابتون درلود چې د وخت نوي او ډېرارزښتناک علمى اثار اوکتابونه په کې خوندى وو،په لنډډول ويلا ى شم چې دلته (پوليتخنيک کې) دمعاصرو انجينيرى زده کړو لپاره ټول ضرورى وسايل اواسانتاوې اودمحصلانو دژوند او سالمې تفريح داړتيا وړ څيزونه په پام کې نيول شوي وو. ديادونې  وړبله خبره داوه چې داستادانودهوساينې لپاره په همدې چاپېريال کې دهستوګنې کورونه په شپږوبلاکونوکې پلان شول،له همدې امله په هېوادکې دايواځنى لوړه تحصيلي موسسه ده چې استادان يې کولاي شي،کله ناکله حتى دشپې ترناوخته پورې دمحصلانودستونځو دحل کولو لپاره پاتې شى .داهم ديادونې وړده چې  دليليې په ټولوشپږګونوبلاکونوکې دمحصلانولپاره ځانګړې تفريحى  خونې چې ډول،ډول تفريحى وسايل يې لرل  په پام کې نيول شوې وې اومحصلانو ه دفراغت په وخت کې له هغوڅخه ګټه اخيستله.

پوښتنه:-  څومره وخت کې ددې پوهنتون دجوړېدوچارې بشپړې شوې؟

ځواب :-  داټول تاسيسات ددريوکلونوڅخه په لږ زياته موده کې بشپړاوپه  ١٣٤٧هـ ش  کال کې ګټه اخيستنې ته چمتواوپه رسمي توګه دنوموړوهېوادونودحکومتي مشرانوله خواپرانيستل شو.اوله هغې څخه بيا ترننه پورې په زرګونوتنه پياوړى انجينران په تېره بياهغه انجينران چې دخپلوعلمي- انجنيرى کارونوپه برخه کې له هرچالوړمقام لري.زمونږټولنې ته وړاندې کړى او دغه لړى دوام لرى .

پوښتنه:- نور پوهنځي کله اوڅله رامنځ ته شوې؟

ځواب :- دهېواددپراختيايي پلانونوداړتياوو دلرى کولو اودهغوى دبريالى عملى کولو په  خاطردکابل پوليتخنيک پوهنتون کې ځينې نور پوهنځي جوړ شوي خوتر ١٣٥٨ هـ ش کال پورې ديوه پوهنځي په بڼه پاتې شوى، په همدغه (١٣٥٨ هـ ش) کال  يې تخنيکي پوهنتون ته پراختيا وموندله او ددوبيلابېلوپوهنځيو(ودانولواودکانواوجيولوجى پوهنځيو ) په لرلوسره په هېوادکې ديوې خپلواکې لوړې علمي اوتعليمي موسسې په څېر وپېژندل شو.،چې بيا وروسته  په  ١٣٦٠ هـ ش کال کې دهېواد داقتصادي اړتياوو دلرې کولو اودپراختيايي پلانونو دبريالى پلى کولو په خاطر دالکتروميخانيک پوهنځى  ددې پوهنتون په تشکيل ورزيات شو.چې په خپل وار يې  دکلونو په تېرېدو سره خپله ونډه دملۍ کدرونو په روزلو کې په برياليتوب سره ترسره کړې ده.

پوښتنه:- څه وخت له دې پوهنتون څخه دلومړى ځل لپاره انجنيران فارغ شول اواوس داپوهنتون څوڅانګې،څوتنه استادان اوپه کوم شمېرمحصلان لري؟

ځواب :-  ددې عالي انجنيرى موسسې څخه په ١٣٥١ هـ ش کال دلومړي ځل لپاره دلسانس په سويه انجينران زمونږټولنې ته وړاندې شول ، اوهمدااوس داپوهنتون ديارلس اختصاصي اوپه ټوليزه توګه دوه ويشت علمي څانګې لري چې يوسلو پنځه څلوېښت کسه استادان  په کې په کار بوخت دى،دهغوى زيات شميرماسټران اوډاکتران اوله لسوڅخه کم شميريي دلسانس درجه لرى. دمحصلانو نېږدې درې زره تنومحصلانوته رسېږي.

پوښتنه:-  ولې په دې پوهنتون کې دبهرنۍ ژبې په څېرروسي ژبه لوستله کېږي؟

 ځواب : – دلته دپخواراهسې روسى ژبه ديوې خارجي ژبې په توګه تدريسېږي،خوداوسنيو درسي سېستمونوپه پام کې نيولوسره چې دلوړوزده کړودوزارت لخوا په دې پوهنتون کې د وروستيودووکلونو راهسې رامنځ ته شويدى. محصلان حق لري چې دبهرنۍ ژبې انتخاب په خپله وکړي چې پوهنتون په دې برخه کې لازمې هلې ځلې کړي،خو په لوړوعلمي موسسوکې دزده کړې اساسي اړخ دمحصلانوپه هلوځلوپورې ډېره اړه لري.

پوښنته:- له پرمختللې تکنالوژي سره څومره ددې پوهنتون محصلان آشنايي لري؟

ځواب:- دعصرى تکنالوژي زده کړه دراتلوونکوپوه اوپياوړوانجنيرانولپاره حتمى ده.،خودلته بايدوويل شي چې دنوې تکنالوژى سره دمحصلانو اشنايى په ځانګړى توګه په انجينير ى برخه کې يواځې په احساساتو نه بلکې په امکاناتو پورې اړه لرى مونږ په دې برخه کې ځينې کارونه کړى دي. دبيلګې په توګه  دکورياددولت په مرسته داطلاعاتى تکنالوژى(IT) مرکزددې پوهنتون په چوکاټ کې جوړاو په کار يې پيل کړى دى،خودا په دې مانا نه ده چې مونږ په تولو هغو انجينيرى برخو کې چې متخصيصين روزو دهغه څخه دمسلکى مسايلو په حل کې هراړخيزه ګټه پورته کولاى شو،تخنيک په ټولوبرخوکې ډېر پرمختګ کړى داسي چې کله ناکله دتصور څخه هم دباندى وى خومونږلاتراوسه ټول هغه څه چې ورته اړتيا لرو په واک کې نلرو،مونږ هڅه کوو چې دموجوده امکاناتو څخه پراخه ګټه واخلو اوداسې شرايط رامنځ ته کړو ترڅو زمونږ محصلان په اړوندو څانګوکې دپرمختللى تخنيک سره نه يواځې اشنا بلکې دهغه څخه ګټه اخيستل زده اودهېواد په بيا جوړونه اوپرمختګ کې  ورڅخه ګټه واخلى. په پوهنتون کې داطلاعاتى پرمختللى مرکز موجوديت زموږ داستادانو اومحصلا نولپاره ښه زمينه برابره کړى اوهيله ده چې مناسبې عامي ګټې ورڅخه ترلاسه شي.

پوښتنه : کيداې شي ددې پوهنتون داداري جوړښت په هکله معلومات راکړئ؟

ځواب : ددې پوهنتون دادارې په راس کې دلوړوزده کړودقانون سره سم دپولېتخنيک پوهنتون عمومي رئيس اوعلمي کارکوي چې درې تنه مرستيالان لري.دمحصلانوچارومرستيال،دعلمي چارومرستيال اوداداري چارومرستيالان چې درئيس سره يوځاى خپلې اړوندې چارې پرمخ بيايي. همداشان درې ګونې پوهنځي ځانګړي رياستونه لري چې دعمومي رياست په چوکاټ کې ددېپارتمنتونوپه لرلوسره چې عمومي اواختصاصي څانګې پکې برخه لري په جلا،جلاډول خپلې چارې پرمخ بيايي.

پوښتنه : که په عمومي اواختصاصي څانګوڅه نوره رڼاواچوي؟

ځواب : داپوهنتون يواځنۍ انجينري پوهنتون دي چې څوارلس اختصاصي څانګې لري چې ددې څانګودپياوړتياپه خاطراته عمومي نورې څانګې هم لري چې عمومې څانګې:دبدنى روزنې څانګه،داسلامي ثقافت څانګه،دبهرني ژبې څانګه،دکيمياڅانګه،دفزيک څانګه، دعالي رياضياتو څانګه،دتخنيکې رسم اودترسيمې هندسې څانګه اودنظرى اوتطبيقي مېخانيک څانګه چې اختصاصي څانکې يې:دصنعتي اومدني ودانيو څانګه،دبرېښنارسولو څانګه،دمهندسي څانګه،دموټراوتراکتورڅانګه،دسړک جوړولوڅانګه،دويالواوبندونوڅانګه،دجيوديزي څانګه،دکيمياتخنالوژي څانګه،دګټوروجامدوکانونودراايستلوڅانګه،دګټوروجامدوکانونودجيولوجي اوپلټنې څانګه،دنفت اوګاز لرونکو چاپېريالونودجيولوجي دپلټنې اوپېژندنې څانګه اوهمدارنګه داوبورسولو اودکمپيوټر ساينس څانګې هم نوي فعالې شوي دي چې اوس يې داختصاصي زده کړولپاره يې محصلين منلي دي.

پوښتنه : علمي معاونيت کومې چارې پرمخ بيايي؟

ځواب : علمي معاونيت چې په دې کې ټول هغه څه چې په علمي اساساتوولاړدي شامل دي دبېلګې په توګه دکتابتون پياوړتيا،اودهغې څخه داستادانواومحصلانوکاراخيستل،د علمي څېړنوبرخه چې له بده مرغه هغه برخه اوس فعاله نه ده اوهمدارنګه دلابراتوارونو نه شتون زمونږدپرمختيامخنيوي کوي .همداشان داپوهنتون يوه علمي مجله هم لري چې علم اوتخنالوژي نومېږي چې هغه داستادانودعلمي هڅواوڅېړنوپايلې خپروي او په هرودريومياشتوکې خپرېږي،همداشان دعلمي ترفېعاتو اونويواستادانومقررېدل،دعلمي کنفرانسونودايرېدل اود اکاډميکواصولواومقرراتوڅارنه اوتطبيق دعلمي معاونيت له دندوڅخه دى.

پوښتنه : که دعلمي شوراګانوپه اړوند معلومات راکړي؟

ځواب : علمى شوراګانې دلته دوه ډوله دي، يوه دپوهنتون په سطح اوبله دپوهنځيوپه سطح دايرېږي  چې دپوهنتون په سطح شوراته عمومي شوراوايي اوهغه دپوهنتون دعمومي رئيس په مشرى اوددرې ګونومرستيالانوپه ګډون جوړېږي اوددرې ګونو پوهنځيو رئيسان اوهمدارنګه دهري پوهنځي دوه تنه دډېرې تجربې لرونکي لوړپوړي استادان هم په هغه کې ګډون لري.اوداشوراددې پوهنتون ترټولولوړعلمي اواداري ارګان دى.

پوښتنه : په پاي کې ځوانانواو محصلينوته څه پيام ولري ؟

ځواب : ترننه پورې زمونږزيات شمېرهېوادوالوداپوهنتون کله چې دهغه له څنګه تېرېږي ليدلي،اووايي چې داپوليتخنيک دى خو زه غواړم خپلوهېوادوالوته داووايم چې داپوهنتون په ديارلسوبېلا بېلو څانګوکې پياوړي انجينران روزي چې ګڼ شمېرفارغان ئې درغاونې اوبيارغاونې په برخه کې ښه رول لوبولي چې زه ځوانانواوتنکيوځوانانوته دپيغام په توګه غواړم ووايم چې داپوهنتون له ښوونځي څخه دفارغيدوپرمهال هغه وخت دلوړوانجينري زده کړوپه موخه وټاکي،چې ساينسي علمي اوچته سويه ولري.
 — ډېره مننه ښاغلي پوهانددوکتوراحمدغوث حکيمي دکابل پولې تخنيک پوهنتون استادچې په خپلوزياتوکارونوسربېره حاضرشوى زمونږپوښتنوته ځواب ووايي.

— له تاسوڅخه هم مننه کوم.