کور / تازه خبرونه / په ميوند کي درې بندي سوي ښوونځي پرانيستل سول

په ميوند کي درې بندي سوي ښوونځي پرانيستل سول

پرون د کندهار په ميوند کي درې بابه ښوونځي چي د امنيتي ستونزو له امله بند سوي ول، يو ځل بيا د زده کوونکو په وړاندي رسماً پرانيستل سول. دغه خبر لراوبر ته دکندهار ولایت مقام دمطبوعاتي دفتر را استولی دئ.
ياد درې ښوونځي چي د ميوند په نو اباد، خوګياڼو/خوږیانو او کلا شامېر کليو کي موقعيت لري ټول منځني ښوونځي دي چي په هر ښوونځي کي نږدي ١٥٠ هلکان او ٢٠ تنې نجوني زدکړه کوي چي د ټولو شمېر ٥١٠ ته رسېږي.
هغه غونډه چي د يادو دريو ښوونځيو د پرانيستني په موخه په ميوند کي جوړه سوې وه، د ميوند د ولسوال حاجي صالح محمد تر څنګ يو شمېر قومي مشرانو، سپين ږيرو، د کندهار د پوهني رياست مسوولينو او سلګونو زده کوونکو هم پکښي ګډون درلود.
غونډي ته د خبرو پر مهال د ميوند ولسوال حاجي صالح محمد د يادو ښوونځيو د پرانيستلو په اړه د خوښۍ تر څنګ په ميوند ولسوالۍ کي امنيت د پخوا په پرتله ډېر سم وباله او د يادو ښوونځيو پرانيستل يې د امنيت د سمون په برخه کي د يوې ښکاره بېلګې په توګه ياد کړ.
په غونډه کي د ميوند ټولو قومي مشرانو، سپين ږيرو، او ځوانانو ژمنه وکړه چي د يادو ښوونځيو د امنيت ساتلو او په سيمه کي يې د نورو ښوونځيو د پرانيستلو په اړه به هم تر خپله وسه هلي ځلي کوي.
د غونډي په وروستۍ برخه کي د يادو ښوونځيو زده کوونکو ته د کندهار د پوهني رياست د مسوولينو له خوا قرطاسيه توکي هم ووېشل سول.
ميوند ولسوالي د يادو دريو ښوونځيو په ګډون اوسمهال څوارلس ښوونځي لري چي له جملې څخه يې يوه لېسه او نور منځني ښوونځي دي، چي ٢٧٠٠تنه هلکان او ٥٠٠ تنې نجوني پکښي زدکړه کوي.