کور / تازه خبرونه / هلمند: پي آرټي ودانۍ په رسمي ډول د ولايت مقام ته وسپارل شوه

هلمند: پي آرټي ودانۍ په رسمي ډول د ولايت مقام ته وسپارل شوه

هغه مراسم چې له همدې امله د دوشنبې په ورځ د پي آرټي په انگړكې جوړشوي ووپكې د هلمند والي الحاج محمد نعيم،د نوروامنيتي ادارومسؤلينواود پي آرټي بهرنيومسؤلينوگډون درلود.
په دې مراسموكې د هلمند والي الحاج محمد نعيم وويل، چې افغانان اوس ددې وړتيا لري چې پخپله نه يوازې له هيواد څخه په ميړانه ساتنه وكړي بلكې دا ډول ودانۍ چې ورته سپارل شوې په بشپړډول ساتلې اوله دې وروسته به يې هم ساتنه كوي.
هغه وويل چې د پي آرټي د ودانۍ نيمايي برخه به ملي اردواونيمايي برخه به يې د عامې روغتيا رياست په واك كې وركړل شي.
پرهمدې مهال د ولايتي بيا رغونې ډلې ((پي، ار ټي)) مشرې ميرمن بلينډا وويل، چې دوى به د مارچ د مياشتې ترپايه په بشپړډول له دې ځاى څخه ووځي اوهيواد يې ژمن دى چې هركال افغان دولت ته ۱۸۰ مليونه ډالره وركوي اود يوې منظمې پروسې له لارې به په هلمند كې په بيلابيلوبرخوكې لگول كيږي.
د يادونې وړده چې پي آرټي په هلمند كې د تيرو۷ كلونوپه اوږدوكې په بيلابيلوبرخوكې پرمختيايي چارې پرمخ بيولې اوپه بيا رغونه كې يې مهم رول لوبولى دى.
دغه خبر لراوبر ته دهلمند ولایت مقام را استولی.