هلمند : د ١٢ وسله والو د وژلو ادعا وسوه

عطاالله محمدي | فبروري 26th, 2014


په هلمند كې د پوليسوپه عملياتوكې ۱۲ وسله وال وژل شوي دي

دغه عمليات د دوشنبې په ورځ د موسى كلا ولسوالى د سرې كلا په سيمه كې هغه مهال د پوليسولخوا ترسره شول چې وسله والو غوښتل د امنيتى ځواكونولپاره كمين ونيسي چې د پوليسوله غبرگون سره مخ شوي دي.

په دې عملياتوكې ۱۲ وسله وال وژل شوي دوه ميله وسلې يې پوليسوترلاسه كړې اواته عرادې موټرسيكلونه يې سوځول شوي دي.

په دې عملياتوكې پوليسوته هيڅ ډول ځاني اومالي زيان نه دى اوښتى.

په دې اړه خپله وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024