کور / تازه خبرونه / پاکستان کې د افغان کډوالو د کارتونو نوي کول پېل شول

پاکستان کې د افغان کډوالو د کارتونو نوي کول پېل شول

پېښور : دبي بي سي د خبر له مخې د پاکستان حکومت په رسمي توګه دغه هېواد کې اوسیدونکو یو اعشاریه شپږ میلیونه افغان کډوالو ته په دغه هېواد کې د پاتې کېدو د نویو سندونو ویش پېل کړ.د دې نویو سندونو په درلودلو سره به افغان کډوال کولای شي چې تر ۲۰۱۵ میلادي کال پورې په پاکستان کې په قانوني توګه ژوند وکړي.په پاکستان کې د نوم راجسټر کولو ادارې نادرا د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په همکارۍ د خېبر پښتونخوا په هرېپور کې افغان کډوالو ته د نویو کارتونو د ویشلو لړۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پېل کړه.د دې چارې د ترسره کولو لپاره پاکستان کې اوس مهال شپږ مرکزونه جوړ شوي دي.چارواکي وايي چې وروسته به د دې مرکزونو شمېر ۳۶ ته لوړ شي.دا مهال یو مرکز په کراچۍ، یو په لاهور، یو په راولپنډۍ یو په کوټه کې او دوه په هرېپور کې جوړ شوي دي.د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وايي چې د نویو کارتونو د ویشلو لړۍ به د مئ ترمیاشتې دوام وکړي او د دې لپاره به راتلونکې میاشت نور مرکزونه هم پرانستل شي.د اسلام آباد د دې نوې پرېکړې له مخې شاخوا یو اعشاریه شپږ میلیونه افغان کډوال کولای شي چې تر ۲۰۱۵ کال پورې په دغه هېواد کې پاتې شي.دا په داسې حال کې ده چې تر یو میلیون ډېر افغانان په ناقانونه توګه په پاکستان کې اوسېږي.د پاکستان حکومت پلان لري چې د نړیوالې کډوالۍ د ادارې آی او ایم په همکارۍ د ناقانونه افغان کډوالو دقیق شمېر معلوم کړي خو دا کډوال به په پاکستان کې د قانوني پاتې کېدو حق ونه لري.افغان کمشنر ډاکټر عمران زیب د نویو کارتونو د ویشلو په مراسمو کې وویل پاکستان به د ۲۰۱۵ کال تر پایه د افغان کډوالو میلمه پالنې ته دوام ورکړي.نوموړي وویل موږ په دې باور یو چې د افغان کډوالو د ستونزو یوازینې حل لاره په افغانستان کې ده او موږ له نړۍ غواړو چې افغانستان سره ډېر مرستې وکړي.دغه راز د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو ادارې استازي نیل رایټ غونډې ته وویل چې د کارتونو له نوي کېدو سره به پاکستان کې افغان کډوال د خوندیتوب احساس وکړي او دا شکایت به نه کوي چې څوک یې ځوروي.