کور / تازه خبرونه / ستره محکمه: دناټوپرمخ لاربندول قانوني نه دي

ستره محکمه: دناټوپرمخ لاربندول قانوني نه دي

پېښور:د پيښور سترې محکمې په افغانستان کې پرتو د ناټو ځواکونو لپاره د تدارکاتو د لیږلو د لارې بندول، غیرقانوني اعلان کړل.د پاکستان تحریک انصاف ګوند چې په خیبرپښتونخوا صوبه کې د ائتلافي حکومت مشري په غاړه لري، په قبایلي سیمو باندې د امریکې د بې پایلټه الوتکو په حملو باندې په اعتراض کې د افغانستان په لور د ناټو د کنټینرونو د تیریدو مخه نیولې ده.د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر اعلان کړی چې ترڅو پورې چې د پاکستان په شمال لویدیځو سیمو باندې د امریکې د بې پایلټه الوتکو حملې جاري وي، د ناټو لاریو ته به اجازه ورنکړی شي چې د تورخم له سرحدي سیمې څخه افغانستان ته واوړي. چارواکي وايي په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د اړتیاوړ تقریباً اویا فیصده تدارکات د پاکستان له لارې منتقلیږي.د پاکستان حکومت د خپل هیواد په خاوره د امریکې د بې پایلټه الوتکو حملې د خپلې خپلواکۍ او د حاکمیت د حق خلاف ورزي ګڼي.