کور / خبرتیا او پيغامونه / ښاغلي ډاکټر اشرف غني خپلو ملاتړو ته د بروکسل په ښار کي په ژوندی ډول وینا وکړل .

ښاغلي ډاکټر اشرف غني خپلو ملاتړو ته د بروکسل په ښار کي په ژوندی ډول وینا وکړل .

د اروپایی اتحادیی په پلازمینه بروکسل ښار کي پرون د مارچ د میاشتي په لومړی نیټې د جرمني هیواد ، هالنډ هیواد او بلجیم هیواد کي میشتو افغانانو د افغانستان اولسمشری ته دنوماند ښاغلي ډاکټر اشرف غني په ملاتړ یوه لویه غونډه رابللې وه .
غونډه د ښاغلی پوهنیار انجنیر حضرت سادات او د اغلي میرمن بشیر عمرلور په ویاندویي مخ ته یوړل شوه .
غونډه د ماځیګر په پینځو بجو د ښاغلي الحاج محمدحنیف هوتک له خوا د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په لوستلو پیل شوه .
تر دعا وروسته اغلي میرمن بشیر عمرلور د غونډی ټول ګډنوال د افغانستان د ملي سرود اوریدلو ته راوبلل . د افغانستان ملي سرود د ږغولو پر وخت ټول ګډونوال د ملي سرود په احترام ودریدل .
ښاغلي پوهنیار سادات په بلجیم کي د افغان کلتوري بهیر مشر ښاغلي حاجي امین باوري ته بلنه ورکړل تر څو د غونډی اساسي وینا واوروي .
ښاغلي باوري ګډونوالو ته تر ښه راغلاست او ستړي مسیا وروسته د غونډي د جوړیدلو او د غونډي د اهدافو په اړه معلومات ورکړل . ښاغلي باوري د ډیموکراتیکو ټولنو پر ډیموکراتیکو پروسو چي یو له هغو څخه ټاکڼي دي خبري وکړي او د خپلي ټولني د مشرتابه جرګې د تیرو ناستو په اړه یی حاضرینو ته معلومات ورکړل ، ویی ویل چي په بلجیم کي ټول افغانان د ښاغلي ډاکټر اشرف غني له نوماندی څخه ملاتړ کوي ، اروپا میشتي افغانان به د خپلو ټولو امکاناتو څخه استفاده وکړي او د ډاکټر غني بری ته به کار کوي . ښاغلي باوري د هغه دریو طرحو په اړه ډیر مفصل وږغید چي په بلجیم کي افغان کلتوري بهیر مشرتابه جرګې د یوه منظم پلان په ډول ترتیب کړی او د اروپامیشتو افغانانو په وسیله به عملي شي . ښاغلي باوري د ډاکټر غني پر غني لار او د ډاکټر غني پر غني شخصیت هم وږغید .
اغلي میرمن بشیر عمرلور د غونډی په جریان کي د ښاغلي ډاکټر غني د پروګرام او ویناوو څخه ځیني برخي په لنډ ډول لوستلې چي د ګډنوالو د لا ښه توجه وړ وګرځیدې .
ښاغلي سادات دا ځل په اروپا کي د ملي اسلامي جنبش د استازي او د تحول او تداوم کمپاینر ښاغلي دوست محمد مرادي څخه په درنښت هیله وکړل تر څو دریځ ته راشي او د تحول او تداوم د ټیم په اړه ناستو افغانانو ته خپله وینا واوروي . ښاغلي مرادي په افغانستان کي د یوې دوامداري صلحي او ملي وحدت په اړه د تحول او تدلوم د ټیم نظر او راتلونکي ته د یو ځای کار او زیار په اړه مفصلي خبري وکړې .
دا ځل اغلي میرمن بشیر عمرلور، دریځ ته له جرمني هیواد د فرانکفورت له ښار څخه راغلي او اغلي میلمنې اغلي مینه غریب باوري ته بلنه ورکړل تر څو د ډاکټر صیب غني د هغو پروګرامونو په اړه وږغیږي چي یوازي او یوازي یی د ښځو د کار او حقوقو په اړه تدوین کړي دي . اغلي میني غریب باوري د ښاغلي ډاکټر غني ، ښځو ته د خپلو حقه حقوقو څخه د دفاع په لاره کي د منظم پلان خبره وکړل ، چي له مخي به یی افغان میرمني د یوې متمدني ټولني د ښځو د بسیا ژوند په څیر ژوند او حقوق ولري .
دا وخت د ماښام 6.30 بجې شوې او د غونډي تخنیکي مسولینو د نړی د متفکرینو دوهم لوړ شخصیت ښاغلی ډاکټر اشرف غني احمدزی د ویډیویی کنفرانس پر لیکه درلود ، اغلي میرمن بشیر عمرلور ښاغلي ډاکټر اشرف غني ته بلنه ورکړل تر څو ناستو ګډونوالو او په مجموع کي ټولو اروپا میشتو افغانانو ته چي د تداوم او تحول له ټیم سره مله دي ، خپله وینا وکړي .
ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي د وینا په لومړی کي د وخت پوښتنه وکړل چي څومره وخت ورکړل شوی دی؟ (د ټوکي په ډول) څرنګه چي ټول افغانان دښاغلي غني وینا او خبرو ته تږي وه نو د نوموړي د وینا هره برخه یی په ولولو او چکچکوو بدرګه کول .
ښاغلي ډاکټر غني چي په پښتو او دري ژبو باندي مسلط دی بیله کوم تکلیف او زحمت څخه یی د افغانستان په دواړو ملي ژبو 45 دقیقې بیله ځنډه خبري وکړی . ښاغلي غني د پنځو لویو اساسي انګیرونو په هکله معلومات ورکړل او بیا یی د همدې پنځو انګیرونو لپاره د خپلو طرحو په چوکاټ کي حل لاري بیان کړې . تر ټولو لومړی د صلح او عدالت، دوهم د کار اوتعلیم ، دریم په اقتصادي برخه کي پر ځان متکي کیدل او اولس ته د ښو خدماتو عرضه ، څلورم بهرني روابط ، نړیوال او ګاونډیان ، پنځم نظامي نظام ملي کول . د هري برخي په تشریح کي به یی د ښومثالونو څخه ګټه پورته کول .
ښاغلي انجینیر سادات د ښاغلي ډاکټر غني تر عالمانه وینا او د طرحو تر بیان وروسته په هالنډ هیواد کي تاند او ځوان ښاغلی عتیق باوري چي په هالنډ هیواد کي د سلام کلتوري ټولني د مشرتابه جرګې غړی او معاون دی ، دریځ ته راوغوښت چي د ښاغلي ډاکټر اشرف غني د طرحو په اړه چي نوموړی یی د ځوانانو د کاري اشتغال او کاري ظرفیتونو په اړه لري ، وږغیږي .
ښاغلي عتیق جان باوري د سلام کلتوري ټولني له خوا لومړی د ډاکټر اشرف غني له ټیم څخه د ملاتړ اعلان وکړ او وروسته یی د ځوانانو رسالت ته ګوته ونیول او هغوی یی د یوه ښه مدیریت د منځ ته راوړلو لپاره د مبارزې سنګر ته راوبلل . د ښاغلي ډاکټر غني د هغو ژمنو خبره یی یاده کړل چي د تحول او تداوم ټیم د ځوانانو په اړه کړې ده .
اغلي میرمن بشیر عمرلور د هالنډ هیواد څخه راغلي میلمه ښاغلي وطنیار ته د وینا بلنه ورکړه . ښاغلي وطنیار د ډاکټر اشرف غني پر اقتصادي پلانونو وږغیدی او د ډاکټر اشرف غني د اقتصادي او سیاسي پوهي او زده کړو په اړه یې مفصلي خبري وکړې .
د غونډي بل ویناوال ښاغلی ذبیح الله یزداني وو چي د ملي جنبش او د تداوم او تحول د ټیم پر بریاوو او بیریالیتوب یی خپل پوره ډاډ څرګند کړ ویی ویل چي بری د حق پر طرف دی او موږ د حق او عدالت پیروان یو .
ډاکټر ګل افضل غونډیوال د افغان کلتوري بهیر د مشرتابه جرګې غړی او د کابل د طب پوهنتون د فارمسي د پوهنځی پخوانی اوستاد د دې غونډي بل ویناوال وو چي د ډاکټر اشرف غني احمدزي پر کاري وړتیا یی خبري وکړی . هغه وویل چي له کومه وخته چي ډاکټر اشرف غني پیژني د هغه پر کاري وړتیا یی باور شوی او باور لري .
د غونډي ورستی ویناوال ښاغلی انجنیر ګلزار تڼی وو چي په بلجیم هیواد کي یی د غرغښت ټولني په استازیتوب د ډاکټر غني له ملي ټیم څخه خپل ملاتړ څرګند کړ . ښاغلي انجنیر ګلزار تڼي په خپلو خبرو کي د راتلونکو ټولټاکنو پر شفافیت ټینګار وکړ او د خلکو پر هڅوني او ګډون یی مفصلي خبري وکړی .
په غونډه کي د اروپایی هیوادونو د کلتوري ټولونو او افغان روڼاندو له خوا د ملاتړ پیغامونه رارسیدلي دي او د غونډي په جریان کي ولوستل شوه .
د غونډي د دې برخي په پای کي ښاغلي پوهنیار سادات له ښاغلي امین باوري څخه هیله وکړل تر څو د غونډي وروستی خبري او پایلي ګډونوالو ته ووایی . ښاغلي امین باوري د ډاکټر اشرف غني له خبرو څخه د بیلګي په توګه یادونه وکړل او بیا یی د درانه ژورنالیست ښاغلي بریالي ویاړ څخه هیله وکړل تر څو هغه ترتیب شوي تبلیغاتي پاڼي د ګډونوالو په اختیار کي ورکړي کومي چي د بلجیم میشتو افغانانو په زیار او فکر چمتو شوي وې . ښاغلي باوري ګډونوال وهڅول تر څو د خپل هیواد له اولس سره د مرستي په خاطر د هغوی سره تماسونه ټینګ کړي او هغوی وهڅوي تر څو د ټاکنو تر صندوقونو پوري ولاړ شي او دې مدني حرکت ته داسي استقامت ورکړي چي نړیوال حیران کړي . هغه وویل چي موږ په اروپا کي د داسي مدني حرکتونو او ټاکنو څخه پوره پوره تجربه لرو ، موږ کولای شو د خپل اولس سره دا مرسته وکړو تر څو زموږ هیوادوال د دې نړی د دیموکراتیکو ټولونو دا رسم ژوندی او ابدي کړي . موږ نور نه باید د کودتاوو او انقلابونو په فکر کي ووسو . ښاغلي باوري ټول میلمانه ډوډی خوړلو ته راوبلل کومه چي د افغان کلتوري بهیر د مشرتابه جرګې په کوښښ او زیار ترتیب شوی وه .
اغلي میرمن بشیر عمرلور او ښاغلي انجنیر سادات په دواړو د غونډي له ګډونوالو څخه مننه وکړل او تر ډوډی خوړولو وروسته یی د ټنګ ټکور پروګرام ته راوبلل . په همدې ترتیب د غونډي لومړی برخه په یوې دعایی سره پای ته ورسیدل .
د ډوډی تر خوړلو وروسته د هالنډ څخه راغلي میلمه ، خوږژبی سندرغاړی او د یوه لوړ ذوق خاوند انسان ښاغلي فرهاد دولتزي په خواږه اواز او د زلمیانو په مستو مستو اتڼونو د شپې تر یولسو بجو پوري دې پروګرام دوام وموند .
د ټنګ ټکور د پروګرام په اخر کي خوږ ژبي سندرغاړي ښاغلی فرهاد دولتزي او ښاغلي ایوبي چي د طبلی په ږغولو کي یی مرسته کول یوه یوه ګیدی ګلان چي د بلجیم د افغان کلتوري بهیر د مشرتابه جرګې له خوا ترتیب شوي وه ، د هالنډ څخه راغلي میلمه ښاغلي سید عمر پاچا او د المان څخه راغلي میلمه د دویچولي د راډیو تکړه ژورنالیست او ویاند ښاغلي نجیب زیارمل له خوا ډالی شوه .
غونډه د ډاکټر اشرف غني د ټیم د بریا په هیله او دعا پای ته ورسیده .