داسيا دورغوي بريا مو مبارک شه

د لراوبر اداره | مارچ 3rd, 2014


داسيا دورغوي بريا مو مبارک شه

ټولو هېوادوالو او دکريکټ مينه والو ته داسيا په ورغوي کې د٢٠١٤ميلادي کال داسيايي جام په پنځوس اوريزو لوبو کې دافغانستان دکريکټ دملي لوبډلې داتلولۍ او بري مبارکي وړاندې کوم.

په دغه لوبو کې زمونږ دګران هېواد دکريکټ دملي لوبډلې اتلانو په لوړ مورال او دکريکټ دلوبې ټولو معيارونوته په درناوي سره دبنګلديش هېواد لوبغاړو ته داسې ماتې ورکړه چې دنړۍ په ورغوي کې يې په ميليونونو وګړي حيران کړل.

ګرانو هېوادوالو مونږ دخپلو ملي اتلانو په هره بريا او اتلولۍ باندې وياړو ،تاسو ګورئ چې په هره لوبه کې دنړۍ په هرلوبغالي کې دافغانستان ګران ملي بيراغ رپانده وي ،په داسې قوت سره رپيږي چې هرليدونکي ته ديو پرمختللي ،مترقي ،باثبات او امن لرونکي افغانستان زيرى ورکوي.

دخوست ادارې اوشريف ولس په دې وروستيو کې دخپلو ملي اتلانو څخه داسې تاريخي او تود هرکلى وکړ چې په څرګنده توګه يې دخپلو اتلانو مورال لوړ کړ او ورته دزياتو برياوو دروازې يې پرانيستې.اوس دنړۍ ټول ملتونه په دې پوهيدلي چې دافغانستان هرځوان ددې وړتيا او ځواک لري چې په کم وخت کې په هرډګرکې خپل ځوريدلى ملت دنړۍ له پرمختللو ملتونو سره سيال کړي.

زمونږ ځوان نسل ټولې نړۍ ته دسولې ،امن ،ثبات ،هوساينې ،بشرپالنې ،روغتيا پالنې او دجګړې غندې پيغام ورکوي اوټول ولس يې ملاتړ کوي.

زه دخوست دادارې او ولسونو په استازيتوب په دغه بريا باندې وياړوم ،ډاډمن يم چې په کم وخت کې به ټولو هغه هېوادونو ته ماتي ورکړي چې زمونږ دکاميابۍ زغم نه لري.يوځل بيا تاسې ټولو ته مبارکي وايم اوله تاسو غواړم چې دخپلو اتلانو دهڅوونې او ملاتړ لپاره خپل غږ اوچت کړئ.

Copyright Larawbar 2007-2024