کور / خبرتیا او پيغامونه / د شهید عبدالصمد روحاني په ویاړد غونډې پرېکړه لیک

د شهید عبدالصمد روحاني په ویاړد غونډې پرېکړه لیک





بسم الله الرحمن الرحیم  



د شهید عبدالصمد روحاني په ویاړد غونډې پرېکړه لیک 


انا لله و انا الیه راجعون


د جوزا ٢٤مه، ۱۳۸۷ هجری لمریز کال


کابل- افغانستان


الله جل جلاله په خپل قران کریم کې فرمایي: ( که چا یو نفس په ناحقه وواژه، هغه داسې دی لکه ټول انسانان یې چې وژلي وي.)


د افغانستان رسنۍ،ژورنالستان، لیکوالان، فرهنګیان، فرهنګپال او د افغانستان ولس  په دې اونۍ کې په جګړه ځپلي ولایت هلمند کې د بي بي سي راډيو او پژواک خبري اژانس تکړه او ځوان خبريال، ليکوال او شاعر ښاغلي عبدالصمد روحاني د وژنې خبر تر لاسه کړ. د شهید روحاني شهادت نه یوازې ددوی بوډا پلار، مور، څلور کلنه لور بلکې ټول ژورنالستان او هېواد وال د غم په ټغر کینول. دغه وژنه د قرآن، نبوي احادیثو، د افغانستان د اساسي قانون، نورو مدني او انساني قوانینو خلاف یو داسې عمل دی، چې کله یې هم باید مرتکبین و نه بښل شي. دغه عمل زموږ د ګران هېواد د معنوي او مادي دښمنانو کار دی. دا کار چې هرچا په هر نیت کړی وي. موږ یی په کلکه محکوموو او دا په انسانیت او مدنیت حمله ګڼو.  


موږ نه پوهېږو چې د اسلام او هېواد دغه قسم خوړلي دښمنان ولې دومره کلک زړي دي چې په هیچا رحم نه کوي، حتي په یوه بې طرفه، ځوان او یو داسې مسلمان  ژورنالست چې هغه پرته د خپل ولس له خیر څخه د بل څه په اړه فکر هم نه کاوو. تل به یې داسې راپورونه ورکول چې هم د افغانستان ددولت او هم د نړېوالې ټولني پاملرنه د ولس ضرورتونو او غوښتنو ته را واړوي. خو متأسفانه د انسانیت او اسلامیت دښمنانو د ولس دغه ځوان استازی هم په ناځوانمردانه ډول په شهادت ورساوه. موږ په داسې حال کې چې د شهید روحاني شهادت دده غمځپلې کورنۍ ته مبارک وایو، په دې هم باوري یو چې دغه وحشي او قسم خوړلي دښمنان به زموږ یو ژورنالست هم د خپل ولس له خدمت نه منصرف نه کړي، بلکې د روحاني شهادت زموږ ټولو هوډ، تصمیم او اراده نوره هم  غښتلې کړه.  


موږ د شهید عبدالصمد روحاني د ویاړ په دغه غونډه کې دغه لاندې  سپارښتنې او غوښتنې اعلانوو: 



  1. له ټولو راډیو ګانو، ټلویزیونونو، او کیبلي شبکو څخه هیله کېږي چې په دې اړه د نن پنجشنبې په ورځ په ۵ بجو د ۲ دقیقو لپاره خپلې خپرونې ودروي او د شهید روحاني له کورنۍ او د ژورنالستانو سره خپله همغږي اعلان کړي.

  2. له ټولو چاپي خپرونو او انټرنیټ پاڼو څخه هیله کوو چې د شنبې په ورځ د خپلې ورځپاڼې یا ویبسایټ (انټرنېټ پاڼې) او ویبلوګ یو مخ تور او یا د ورباندې د شهید روحاني تصویر خپور کړي. او زموږ هیله او غوښتنه داده چې ټول مطبوعات ددغه عمل د غندنې په منظور ګردي میزونه، تحلیلي مضامین، تبصرې او سرلیکنې خپرې کړي.

  3. موږ د شهید روحانی د وژنې نړیواله او بې طرفه ژر تر ژره پلټنه غواړو او د څیړنې او تحقیق نتایج دې له ژورنالستانو، د شهید روحاني له کورنۍ او د افغانستان له ولس سره ګډ شي.

  4. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت  د شهید روحاني له کورنۍ سره په دوامداره توګه مادي او معنوي مرسته وکړي او دده د کوچنۍ لور د ښوونې او روزنې لپاره دې عملي ګامونه پورته کړي.

  5. له ټولو ښکېلو اړخونو څخه غواړو چې د ټولو ژورنالستانو لپاره معلوماتو ته لاس رسي یقیني کړي. چې ژورنالستان وکولی شي متوازن، ثقه او بی طرفه معلومات خپل ولس ته واړندې کړي.

  6. موږ د ټولو ژورنالستانو په وړاندې د تهدیدونو، ځورونو، بندي کولو او وژلو شاهدان یو او متأسفانه دغه تهدیدونه په ۲۰۰۸م میلادي کال کې نور هم زیات شوي دي، په ځانګړي ډول په ولایتونو او ولسوالیو کی. دافغانستان له حکومت نه په کلکه غواړو چې د ژورنالستانو د ساتنې او ژغورنې په اړه دې مخکې له مخکې جدي اقدامات وکړي. چې داسی پيښی په راتلونکي کې تکرار نه شي.

  7. دټولو ژورناليستانو دحقونو، امتيازاتو او دفاع لپاره  دقانون پوهانو په ګډون یو با صلاحيته او مستقل کميسيون جوړ شي ترڅو د ژورنالستانو په وړاندي د موجودو او ممکنه ستونزو په اړه دولت، نړېوالې ټولنې او ژورنالستانو ته لازمې لارښوونې وکړي.

  8. موږ د ژورنالستانو ټولې اتحاديي به په ګډه هر کال د شهید عبدالصمد روحاني په نامه  یوه غیر دولتي مطبوعاتي جایزه ورکوو، چې ارزښت به يې ٥٠٠٠٠ زره افغاني وي.

  9. د افغانستان له دولت څخه غواړو چې په هلمند او کابل کې د شهید روحاني په نامه فرهنګي او کلتوري مرکزونه جوړ ، یا و نوموي چې زموږ ددغه ځوانیمرګ شهید یاد د تل لپاره دده دښمنان وځوروي او پیروان یې ورباندي وویاړي.

  10. موږ  د رسنیو له ټولو مسوولینو او د افغانستان له دولت څخه هیله کوو چې د ژورنالستانو لپاره په خپلو ارګانونو کې د بیمې  سهولتونو مهیا کړي او ددوی د امنیت ساتلو په اړه ددوي مهارتونه لوړ او ورته لازم طرز العملونه  او ټریننګونه ورکړي.

ومن الله التوفیق