کور / تازه خبرونه / د معيشت بديل د لارو چارو د ارزوني پروسه دوام لري

د معيشت بديل د لارو چارو د ارزوني پروسه دوام لري

د کندهار د ولايتي ادارې له لوري د فوډ زون پروګرام د ښه تنظيم او همږغۍ په موخه غونډه جوړه سوه.
په هغه غونډه کي چي د ولايت مقام د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه، د کندهار والي تر څنګ يو شمېر سکټوري رئيسانو، د اى ار ډي او سيارې موسسو استازو ګډون کړى و.
کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا وويل، فوډ زون پروګرام کاملاً بايد د ولايتي ادارې له موافقې او غوښتنو سره تطبيق سي. هغه وويل، د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې رياست هغه ټرکټرونه چي دا مهال پوره فعال نه دي، ترميم کړي، تر څو د کوکنارو د کښت د مخنيوي په پروسه کې کار ورڅخه واخيستل سي.
والي دغه راز وويل، د عامه پوهاوي په برخه کي دي سياره خپل پروګرامونه له ولايتي ادراې سره شريک کړي او اى ار ډي دي خپل کلنى پروګرام ولايتي ادارې ته وړاندي کړي. والي وويل، اى ار ډي ځيني کتابونه په مرکز کي چاپ کړي، خو تر دې وروسته به کتابونه او دې ته ورته نور شيان ټول په کندهار کي چاپېږي، د کندهار له امکاناتو څخه بايد استفاده وسي.
والي زياته کړه: “موږ د ستراتيژيک اهدافو يو پلان جوړ کړى دى، دغه پلان مو اړوندو رياستونو ته ورکړى دى، تر څو هغوى د پلان په اړه خپل نظريات وليکي، هر رياست به په خپله برخه کي نظريات راسره شريک کړي، وروسته به دغه عملياتي پلان نشر ته وړاندي سي.”
په غونډه کي د سيارې استازي ايلن وويل: “دا مهال د فوډ زون پروګرام فعاليتونه په ميوند، پنجوايي، ارغستان، تخته پل، شاوليکوټ او ډنډ ولسواليو کي دوام لري، د ژړۍ ولسوالۍ لپاره مو هم پلان طرحه کړى دى، خو لومړى يې ولايتي ادارې ته وړاندي کوو، کله چي يې ولايتي اداره تصديق کړي، وروسته به يې پلى کړو.”
په غونډه کي د اطلاعاتو فرهنګ رئيس دواخان مينه پال وويل، د کتابونو، بلبورډونو او ټولو چاپي موادو لپاره بايد په کندهار کي له مطبعو استفاده وسي. ده وويل، د فوډ زون د عامه پوهاوي تبليغات بايد د اطلاعاتو فرهنګ رياست له لوري وسي. د غونډي په پاى کي د سيارې او اى ار ډي موسسو مسوولينو ومنله، چي خپل پروګرامونه به په کامله توګه له ولايتي ادارې سره شريکوي، تر تصديق وروسته به يې عملي کوي.