کور / تازه خبرونه / کندهار: ۵۰تنو ته لنډمهاله زده کړي ورکول سوې

کندهار: ۵۰تنو ته لنډمهاله زده کړي ورکول سوې

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا ۵۰تنو نارینه او ښځینه کسانو لنډمهاله زده کړي ورکړي
ددې ریاست د مسئولینو په وینا چي په دې لنډمهاله زده کړو کي د ژورنالیزم،اداري منیجمینټ او کمپیوټر په برخه کي معلومات شامل وه.
دکندهار مرستیال والي عبدالقدیم پتیال یادو کسانو ته د بري لیکونو د ویشني پر مهال وويل چي د نړیوالو ټولني مرسته سوي پیسې تر ډېره بې ځایه مصرف سوي ،چي کومه ښکاره ګټه يې خلګو ته نده رسيدلې.
نوموړي ټينګار وکړ که چیري مخکي دا ډول پروګرامونه د ځوانانو لپاره پلي سوي وای نو زیاتو کسانو ته به يې ګټه رسېدلې وای.

داطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال ځوانانو ته دژوناليزم ، د اداري د رهبرۍ ، او کمپيوټر پر ارزښت خبري وکړې .ښاغلي مينه پال وويل ، چي په ننني عصرکي دنورو زده کړو ترڅنګ عصري زده کړي هم ډيري اړيني دي اوبايد کوښښ وسي ، ترڅو ټول اوسني ځوانان په دغه زده کړوځانونه سمبال کړي .هغه وويل ، چي يادو زده کونکو په دغه روزنيز کورس کي ډير څه زده کړي او خپله يې هم دياد کورس څخه وخت پروخت ليدنه کړي ده.
باید وویل سي چي دغه لنډمهاله زده کړو کورس د اطلاعاتواو فرهنګ ریاست لخوا د C C I په مالي مرسته جوړ سوی و.