هالند: د اشرف غنی احمدزی د ملاتړ پروگرام

د لراوبر اداره | مارچ 12th, 2014


دوستان خبرلري چی ۱۳۹۳ کال دحمل په میاشت کې د افغانستان جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو لپاره انتخابات تر سره کیږي.
پدې هکله د دوام او بدلون د ټیم د جمهوري ریاست لپاره محترم دوکتور اشرف غنی احمدزی د ټاکل کیدو د علاقمندانو لخوا د نوموړي څخه د ملاتړ په خاطر یوه لویه غونډه په هالنډ کې ترتیب کړی ده.
پدې وسیله د دوکتور اشرف غنی احمدزی او د هغې د دوام او بدلون ټیم علاقمندانو ،سیاسي ګوندونو،اجتماعی او فرهنګي ټولنو مستقلو سیاسي شخصیتونو څخه په ډیر درناوي هیله کیږي چی پدي پرتمینه غونډه کې ګدون وکړي

په درناوي
دا اشرف غنی احمدزی د ملاتړو لخوا
د غونډې د دایریدو ځای:
Vijfhovenhuizen Hoflaan 169
2321 SP LEIDEN

نیټه:د مارچ ۱۶ د ۲۰۱۴ م کال
وخت: د ماسپښین: ۱۵:۰۰ بجې

د اړیکو شمیرې:
۰۶۱۹۰۶۵۴۴۴
۰۶۲۴۴۹۶۰۵۳
۰۶۸۴۲۲۰۵۰۰

Copyright Larawbar 2007-2024