کور / تازه خبرونه / پاکستان له طالبانو سره مخامخ خبرې پیلوي

پاکستان له طالبانو سره مخامخ خبرې پیلوي

اسلام اباد : دبي بي سي د خبر له مخې د پاکستان حکومت ویلي، چې له طالبانو سره په دویم پړاو کې مخامخ خبرې پیلوي. د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي ویلي، د خبرو لپاره یې حکومتي کمېټه ټاکلې ده.دغه خبرې په شمالي وزیرستان کې کېږي تېره میاشت د یوې حکومتي کمېټې او د طالبانو د مرکچیانو ترمنځ خبرې پیل شوې، چې د وسله والو طالبانو له خوا د یوې میاشتې لپاره اوربند اعلان شو.د طالبانو د اوربند شرط دا و چې حکومت به تر یوې میاشتې پورې وزیرستان کې بریدونه دروي، چې په دې سره د دواړو غاړو ترمنځ خبرو ته لاره هواره شي.ټاکل شوې ده چې طالب مرکچیان نن شمالي وزیرستان ته سفر وکړي او د خبرو د نوي پړاو په اړه له طالبانو سره سلا مشورې وکړي طالبانو تر دې مخکې نېِغ په نېغه د خبرو لپاره د یوې جرګه ګۍ اعلان نه دی کړی.د طالبانو له لوري د سولې د خبرو د کمېټې یوه غړي پروفیسر ایراهیم شمالي وزیرستان ته تر تګ وړاندې خبریالانو ته وویل چې ډېر ژر به پاکستاني ولس ته د امن او سولې زېری ورکړي.هغه وویل، چې د خبرو لومړی پړاو بریالی و، او دویم پړاو به هم کامیابۍ ته ورسوي.د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د طالبانو مرچیانو ته د لېږدولو لپاره چورلکه ورکړې ده.د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدي نثار علي له مولانا سمیع الحق سره کتلي دي. مولوي یوسف شا ابراهیمي، چې د طالبانو د خبرو د کمېټې د مشر مولانا سمیع الحق د جمعیت علمای اسلام استازی او د وزیرستان پلاوي غړی دی، وايي، چې د طالبانو د سیاسي کمېټې له غړو سره به د مخامخ خبرو لپاره پر خپلې تګلارې خبرې وکړي.ښاغلي یوسف شاه وویل، چې تر اوسه ورته طالبانو د خپلو شرطونو په اړه هېڅ نه دي ویلي.حکومت د لوړپوړو چارواکو یوه نوې کمېټه هم جوړه کړې ده، چې له طالبانو سره به مخامخ خبرې پیلوي.بل خوا، طالبانو ویلي چې ډېری حکومتي کړۍ د سولې ناکامول غواړي، چې په وینا یې امنیتي ادارو اوس هم د طالبانو د نیولو، ربړولو او چاپهې وهلو ته دوام ورکړی.د طالبانو ویاند شاهدالله شاهد وویل، چې طالبان به د مارچ د لومړۍ نېټې داوربند درناوی کوي.