کور / تازه خبرونه / په کراچۍ کې ۱۳ کسه وژل شوي

په کراچۍ کې ۱۳ کسه وژل شوي

کراچۍ : دبي بي سي دخبر له مخې د کراچۍ په لياري سيمه کې په بېلابېلو پېښو کې د ډزو او لاسي بمونو په پايله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳کسه وژل شوي دي.دغه تاوتريخوالی له هغه وروسته شوی، چې پوليسو او امنيتي ځواکونو تېره شپه د يوه مشکوک تورن د وژلو ادعا وکړه.دغه کس د امنيتي ځواکونو لپاره په کراچۍ ښار د تر ټولو مطلوب کس غفار ذکری وړوکی ورور ښوول شوی دی.د ده له وژل کېدو وروسته وسله والو د ښار په بېلا بېلو سيمو کې ډزې وکړې او لاسي بمونه يې وغورځول، چې په پايله کې يې ۷ښځې او دوه ماشومان ووژل شول.د ډزو په پايله کې نژدې ۲۴کسه ټپيان شوي هم دي، چې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.د لياري په سيمه کې تر ډېره وخته ډزې روانې وې، او هټۍ او مارکېټونه تړل شوي وو.د کراچۍ لياري يوه وروسته پاتې سيمه ده او تر ډېره په کې داړه مارې ډلې بريدونه کوي.په کراچې ښار کې د امنيت ټينګولو لپاره له تېرو څو مياشتو راهيسې د حکومتي ځواکونو له لوري هدفي عمليات روان دي.له هغه راهيسې چې عمليات پيل شوي د تاوتريخوالي په پېښو کې کموالی راغلی، خو په بشپړه توګه پای ته نه دي رسېدلي.د ام کيو ام سياسي ګوند په کراچۍ ښار کې تر دې وړاندې نيوکه کړې وه، چې د ده د ګوند غړي په نښه کېږي.تېره مياشت د سندهـ حکومت ويلي و، چې په کراچۍ ښار کې دوه نيم ميليونه غيرقانوني کسان اوسېږي، چې دې په ښار کې وضعيت خراب کړی دی