کور / روغتيا / د پرېشانۍ يا خفګان تنظيم ( دوهمه برخه)

د پرېشانۍ يا خفګان تنظيم ( دوهمه برخه)

اوله برخه :
څنګه کولاى سو د پرېشانۍ څخه ځان وساتو؟

که چيري تاسي فکر کوى چي هيڅ شي نسته چي موږ ورباندي تشويش مخنيوى وکړو. وخت روان دى هيڅکله هم نه دريږي، د نن ورځي حال په سبا کي نسته او هيڅ وخت د ورځي په ساعتونو کي تغير نه راځي او ستاسي د کاري بهير مسؤليتونه د ډيرېدو ترڅنګ ستاسي د کورنۍ غوښتني هم ډيريږي او هره ورځ به د يوشي غوښتنه در څخه کيږي.خو تاسي به داسي فکر کوى چي هر څه زموږ تر کنټرول لاندي دي او ځان سره به داسي روحيه لرى چي زه ټولو ستونزو ته حل لاره پيدا کولاى سم.
د تشويش، پرېشانۍ او يا خفګان داسي تنظيمږي چي تاسي به خپل فکرونه، احساسات، مهالوېش ټول په خپل اختيار کي ولرئ او هغه تخنيک څخه به کار اخلى چي تاسي خپل ستونزي پرې هواروئ. په زړه کي به مو بيري ته ځان نه ورکوئ هغه ددې پرځاى چي ستاسي تشويش رفع کړي نور دي فکر، احساسات او مهالوېش ګډوډوي او ددې ترڅنګ ستاسي د تشويش د تنظيم قوه کمزوې کوي.
د تشويش د تنظيم لپاره اړينه ده چي په لاندي موضوعاتو باندي وپوهيږو.
• د تشويش سرچينه مشخصول.
• د تشويش سره د جګړې ډول ته کتل.
• د بې ځايه تشويشونو مخنيوى کول.
• د موقيعت بدلول.
• د تشويشونو سره ځان عادي کول(توافق کول).
• د فکر پر بدلون حاکميت درلودل.
• د ساتيري او استراحت لپاره وخت ايستل.
• د ځان لپاره د صحت منده ژوند طريقه اختيارول.

1. د په ژوند کي د تشويشونو د سرچينو مشخصول.
د تشويش تنظيم هغه وخت په ښه ډول سره صورت نيسي چي تاسي وکولاى سئ د خپل ژوند د تشويش پر سرچينه پوه سئ چي يعني ستاسي تشويش د څه شي څخه زيږي. دا خبره په خوله ډيره اسانه ده خو په عمل کي دونه ساده نه ده، ځکه حقيقي تشويش اکثره وخت واضح نه وي، دا ډيره اسانه خبره ده چي تاسي خپل شخصي تشويشونو تر نظر تير کړى چي په هغو کي فکرونه، احساسات او سلوک يا کړه وړه شامل دي.زه په دې ډاډمن يم چي تاسي به يو نتجې ته ورسيږى او درته به معلومه سي چي تاسي پرڅه خفه ياست. هغه کيداى سي دا وي چي ستاسي څخه يوکار پر يو معين وخت غوښتل سوي وي او تا هغه ځنډولى وي او اوس په فکر کي يې چي څنګه به هدف پوره کوم، دې ته د هدف ته درسېدلو د تشويش اداره کول هم وايي او يا داسي وي چي په دفتر کي مو قرارداد خلاصيږي او ستاسي په دماغ کي بيره ځآى ونيسي چي زه به څه کوم.

که غواړې چي د خپل تشويش په حقيقي سرچينه باندي پوه سئ نو خپل عاداتو، روش او بهانو ته په ډير دقت سره وګورئ.
• ايا تاسي کولاى سي چي تشويش ته د يو موقت عنوان په توګه تفصيل ورکړئ( زما په ذهن کي اوس په ميلونهاوو فکرونه راځي) که چيري تاسي کولاى سي چي لږ يې هم په ياد کړئ چي په وروستي وخت کي څه سوي وه.
• آيا تاسي د تشويش تعريف داسي کوي چي دا زموږ د کاري بهير او کورني ژوند يو بشپړونکي برخه ده.( ته فکر وکړه چي ته هروخت اعصباني يې) او يا د خپل شخصيت په اړه( زه ډيره دماغي قوه لرم بس دغونه).
• آيا تاسي کله هم خپل د تشويش پړه د موضوع څخه دباندي پر بل چا ور اچولې، او يا داسي فکر کوى چي دا يو طبعي پېښه وه او يا يو غيري استثنايي حالت دى؟
په داسي مواردو کي که چيري تاسي د خپل تشويش په مقابل کي مرکزي رول ونه لوبوى نو ليري نه ده چي تاسي به يو داسي حالت ته راووځي چي هرڅه مو د کنټرول څخه وتلي وي.
د تشويشونو ژورنال
د تشويشونو ژرونال ستاسي سره د دا مرسته کولاى سي هر کله چي تاسي په خپل ورځني ژوند کي د هر لامل له امله وځوريدلاست او تاسي فکر يې در ګډوډوى نو تاسي کوښښ وکړى چي هغه په دې ژورنال کي وليکئ او په نښه يې کړئ.لکه تاسي چي ورځني چاري ليکلئ تاسي به يې په ډير لنډ وخت کي ډيري نموني ياداښت کړئ
په ژورنال کي بايد لاندي ټولو مادو ياداښتونه وليکئ.
• څه شي ستاسي د خفګان لامل کيږي( که چيري تاسي يقيني نه ياست نو فکر وکړئ)
• تاسو څنګه فکر لرى، دواړه فزيکي او احساساتي شکل.
• تاسو څه عکس العمل ښه ياست.
• تاسو څه کوى ترڅو تاسي خپل ځان آرام احساس کړئ.
د تشويش سره د جګړې ډول ته کتل.
تاسو دځان سره فکر وکړئ چي چي تاسي په خپل ژوند کي څنګه د تشويش سره مقابله کوئ. ستاسو د تشويشونو ژورنال ستاسي سره په دې کار کي مرسته کولاى سي. وګورى چي تاسي کمه لاره غوره کوى هغه روغتيايي لاره ده او که غيري روغتيايي، ګټوره ده او که غيري موثره ده؟مګر متاسفانه زموږ ډيرى خلک خپل تشويش په بې ځايه شيانو کموي او د خپل تشويش لپاره بې ګټي لاره اختياروي.
د تشويش دکمولو بې ګټي لاري:
لاندي عناصر کولاى سي چي د لږ وخت لپاره د انسان تشويش را کم کړي خو په راتلونکي کي دهغو تاوانونه بيخي زيات دي.
• د سګريټو او دې ورته نورو مخدره توکوڅکول
• د زياتو الکولو څښل.
• پور خوري کول(ډيره ډوډۍ خوړل)
• کمپيوټر او يا تلويزون ته په ساعتو ساعتو کښېنستل.
• د ملګرو، کورنۍ او دوستانو څخه کوشه نيشني(ليرى والى)
• د ارامتيا لپاره د نشې پيچکارى لګول
• زيات بېدېدل(ډير خوب کول)
• په بې ځايه شيانو وخت ضايع کول.
• د خپلو مشکلاتو د حلولو لپاره تر وس بالا هڅه کول.
• خپل تشويش(درد) تاؤ تر بل کښل ( وهل، په قهر کېدل، فزيکي جنګ کول)
د روغتيايي لاري د تشويشونو کمول:
که چيري ستاسي د تشويش د رفع کولو ميتود ستاسي سره مرسته نه سي کولاى او ستاسي تشويش نه سي کمولاى نو تاسي بيا بله اړينه او صحت منده لار غوره کړئ. دلته ډيري صحت مندي لاري سته چي تاسي کولاى سي خپل تشويش پرې کم کړى خو البته هغه بدلون ته اړتيا لري تاسي بايد موقيعت تغير کړى او يا خپل عکس العمل ته مو تغير ورکړى، که چي تاسي غوښتل تصميم ونيسي او غوښتل مو يوه لاره غوره کړى نو اول په دغو لاندي څلور طريقو کي فکر وکړئ، دا څلور ډيري ګټوري طريقي دي او هغه دادي( مخنيوى، اړول(بله بڼه ورکول)، توافق او منل) دي.
که څه هم تاسي پوهيږى چي هرڅوک د تشويش لپاره خاص لامل لري، نو په دې خاطر د ټولو د تشويشونو د رفع کولو لپاره دقيق فارمول نسته ترڅو تاسي خپل تشويش ورباندي رفع کړئ.هر ميتود په هروخت کي د هرچا لپاره کار نه کوي. نو دژوند د تجربو څخه بايد مختلف تخنيکونه زده کړو او هغه پر بنياد خپل د ژوند ستراتيژي وټاکو. او ډير فکر پر هغه اړخ وکړو چي څه شي تاسي ارامه کوي او تر کنټرول لاندي مو راولي.
څلور طريقي چي ستاسي د تشويش سره د جګړي په وخت کي ستاسي لپاره ګټوري تماميږي.
1. د موقيعت تغيرول چي هغه دوې ګټي لري( د تشويش د عواملو مخنيوى او د تشويش عواملو بڼي ته تغير ورکول).
2. د عکس العمل تغيرول چي هغه هم دوې ګټي لري( د تشويش د عواملو سره توافق او د تشويش عوامل پر خپل ځان د ډيري عادي ستونزي په توګه منل)
د تشويش د تنظيمولو لمړۍ ستراتيژي: د بې ځايه تشويشو څخه مخنيوى
تاسي پوهيږى چي ټول تشويشونه په يوه وار نه ورکيږي او د نه د موقيعت تغيرول د انسان ټول تشويش په مکمل ډول ورکولاى سي نو ډيره اړينه ده چي دهغه په وړاندي مقابله هم وسي، که چيري تاسي يې په وړاندي مقابله وکړي بيخي به ځان ته حيران سى چي تاسي څونه په لنډ وخت کي خپل څونه تشويشونه او د تشويش لاملونه د خپل ژوند څخه ايستلي دي.
په لمړۍ ستراتيژي کي څو مادې دي چي ډيري ګټوري دي که پرې عمل وسي په نتجه به يې ډير ژر پوه سئ.
1. زده کول چي څنګه “يا”وواياست:- د خپل حد پيژندل او دهغه څخه دفاع کول، که هغه ستاسي په شخصي او يا مسلکي ژوند کي وي. دغه هڅه به تاسي يقيني کړي چي تاسي څونه د خپل تشويش دفاع کړې ده. ملګرو ته تر بې ځايه وعدې د يا ويل هم ستاسي تشويش رفع کوي او هم بل دملګري دخفګان سبب نه ګرځي نو هڅه وکړى چي د يا عادت په ځان کي وروزئ.
2. د تشويش ورکوونکو خلکو مخنيوى کول:- که چيري يو څوک په دوامداره توګه ستاسي د تشويش سبب کيدى، نو تاسي دهغه سره رابطه کمه کړى، او داسي کوى چي خپل ډير لږ وخت مو دهغه سره تيروى، که چيري مو هغه بيا هم د تشويش باعث کيدى نو بيخي ورسره کار مه لرى او په مکمل ډول ورسره اړيکه پرې کړى.
3. خپل محيط باندي کنټرول درلودل:- که چيري د مازديګر خبرونه تاسي خسته کوي نو تلويزون مو بند کړئ. که چيري مو د ترافيکي ازدهام(رش) څخه بد راځي پر اوږده لاره ولاړ سه خو هغه لنډه خسته کوونکي لار مه غوره کوه.که چيري مو بازار د سودا څخه بد راځي او بازار ته تګ ستړى درته تماميږي نو سودا مو يا انلاين وکړى او يا داسي بديل ورته پيدا کړى چي هم سودا وکړى او پرې خسته نه سئ.
4. د تشويش ايجادونکو موضوعاتو څخه ډډه کول:- که چيري پر تاسي د مذهبي او يا سياسي مسايلو بحث غميږي نو په هغه مسايلو د خلکو سره مه ږغيږئ. که چي تاسي په دوامداره توګه د داسي موضوعاتو سره مخ کيږى او بيا ورسته پښېمانه کيږئ نو د ابتداء څخه دهغه څخه ډډه وکړى ترڅو مو تشويش رفع وي.
5. د خپل کاري کړنو ليست جوړول:- خپل ورځنۍ چاري، مسؤليتونه او مهالوېش تنظيمول، که چيري تاسي بيخي زيات مسؤليتونه ولرى او نه سى کولاى چي ټولو ته لاس رسى ولرئ نو په هغه کي مهمو مسؤليتونه ته لمړيتوب ورکړئ او هغه نور مو يا دليست اخيرته يوسئ او يا يې بيخي د ليست څخه وغورځي ترڅو مو تشويش رفع سي.

دوهمه برخه :

د تشويش د تنظيمولو دوهمه ستراتيژي: د وضعيت تغيرول

که چيري تاسي په دې نه توانېږى چي د تشويشونو څخه مخنيوى وکړئ، نو بايد وضعيت ته مو تغير ورکړئ. بايد فکر وکړى چي څه بايد وسي چي هغه ستاسي تشويشونو کموي او په راتلونکي کي تاسي دهغه تشويش سره نه مخ کيږى. دا کيداى په داسي طريقه بدلون وکړي چي تاسي خپل د خبرو طريقې ته دخلکو سره بدلون ورکړى او يا هم د خپلو کاري کړنو د کولو ميتود تغير کړئ. ګټوري لاري يې لاندي ذکر کيږي.
• د خپلو احساساتو بيانول: که چيري يو شي او يا يو څوک تاسي آزاروي، نو تاسي هغو ته خپل احساسات په ډير موبانه ډول سره بيان کړى.که چيري تاسي هغو ته خپل احساسات بيان نه کړئ، موجوده حالت پرځاى پاته کيږي، هيڅ بدلونه پکښي نه راځي او کيداى سي دير ژر د ورته ستونزي سره يو ځل بيا مخ سئ.
• و سازش کولو ته چمتو کيدل: که چيري تاسي يو چاته واياست چي هغه خپل په رويه کي تغير راولي، نو تاسي بايد انتظار وباسى ، حوصله وکړى چي دا کار ستاسود دواړو لپاره ګټور دى کيداى سي په ډير لنډ وخت د يو بل په وړاندي رويه تغيرکړى، په پايله کي به تاسي دواړه يو خوشحاله راتلونکى ولرى.
• مثبت فکر درلودل: د ژوند هر ستونزه پاى لري. په ژوند کي مو د ستونزو سره مقابله وکړئ، خپل هغه نهايي کوښښ مو په کار واچوى تر څو د پرتو ستونزو څخه مخنيوى وکړئ.که چيري تاسي امتحان لرى او دهغه د پاره بايد مطالعه وکړى او ستاسي يو خبرډيره ملګرى مو کورته راځي نو هغه په ډير واضح شکل وواياست چي تاسي يواځي پنځه دقيقې لرى چي خبري وکړئ.
• خپل وخت په ښه ډول تنظيمول: د وخت نه تنظيمول کيداى سي چي تاسي د ډيرو تشويشونو سره مخ کړي، کله چي تاسي په ډير نازک حالات کي قرار لرى او کوښښ کوى چي د ستونزو په وړاندي مو ودريږى، نو بايد په ټولو چارو کي مو ډير جدي اوسئ. که چيري تاسي په دې ډاډمن سولاست چي تاسي ته پرتې ستونزي نه ډيري او دهغو په وړاندي تاسي دريدلاى سئ، نو ليري نه ده چي تاسي به د تشويش څخه پاک راتلونکى ولرى او د هغو تشويشو څخه به خلاص سي چي تاسي ځورولاست.
د تشويش د تنظيمولو دريمه ستراتيژي: د تشويش د عواملو سره توافق کول
که چيري تاسي د تشويش عوامل د منځه نه سي وړلاى نو بيا خپل ځان ته بدلون ورکړئ. تاسي کولاى سي په ډيري اسانۍ سره دتشويش د عواملو سره ځان عادي کړى، د تشويشو د عواملو سره دتوافق لپاره بايد تاسي پر خپلو حواسو کنټرول ولرى او په خپله رويه او توقوعاتو کي مو تغير راولئ.
• د ستونزو کابو کول: کوښښ وکړى چي ستونزي ته د ډير مثبت اړخ څخه وګورئ، که چيري تاسي د لاري بنديز ته په يو قهرجن انداز ګورئ او د لاري بنديز ته مو ډيره حوصله کميږي، خو حوصله مو مه کموى، دې ته د يو فرصت په سترګه وګورئ، خپل د خوښي راډيويي چينل مو واورى او د خپل يوازيتوب څخه مو خوند واخلى.
• و غټ تصوير ته کتل: ددې څخه هدف دا دى چي تاسو مو ستونزو ته د يو مثبتي زاويې څخه وګورئ.د خپل ځان څخه مو پوښتنه وکړئ چي آيا دا کار ډير مهم دى چي بايد په دې مياشت کي وسي ، يا په دې کال کي وسي، چي زموږ د خفګان لامل ګرځي که ستاسي جواب يا وي نو پر بل شي فکر وکړى او دغه انرژي مويو ګټور ځاى استعمال کړئ.
• د خپل معيار تنظيمول: هنر(کمال) د ستونزو د سرچينو د له منځلو وړلو مهمه وسيله ده.لاس تر زني کښېنستل او د ناکامۍ انتظار ايستل ستونزي نه سي هوارولاى نو دمصروفيت لپاره د خپل هنر څخه بايد اعظمي استفاده وسي. د خپل ځان او نورو لپاره بايد د مناسب معيار څخه استفاده وسي او په هغه باندي قناعت وسي، ځکه تر هيڅ خو يوڅه کول ښه دي.
• خپل فکر پر مثبتو شيانو متمرکز کول: که چيري تشويش تاسي د پښو څخه غورځوي، نو تاسي مو فکر خپلو هغه لاسته راوړنو ته واړوى ، خپلو ښه عادتونو ته يې واړوى، هغه لحظې مو در په ياد کړى چي تاسي پکښي ډير خوشحاله واست، دغه ساده کړني به ستاسي فکر د مثبت لور ته کش کړي او په پايله کي به تاسي دتشويش څخه وژغورل سئ.
• د خپلي رويې(کړو وړو) تنظيمول: څنګه فکر بايد وکړو چي په دې ډاډمن سو چي موږ په روحي او جسمي ډول پر خپل ځان حاکميت لرو.که هرځل د خپل ځان په اړه منفي فګر کوو، زموږ بدن دهغه په وړاندي عکس العمل ښيي او موږ به ځان په يو ډير نازک او ناکامه حال کي احساس کړو. او که موږ د ځان په اړه مثبت فکر وکړو او همېشه خپل ښه را په ياد کړو، موږ به خپل ځان ډير راحته احساس کړو او نتجه يې هم ډيره ګټوره ده. موږ بايد د خپل ژوند څخه همېشه، هيڅکه، حتمي، ښايي او داسي نور کلمات د تل لپاره پاک کړو ځکه دا کلمې هغه وخت کارول کيږي چي سړي په خپل ژوند کي ډير سخت شکست خوړلي وي، نو موږ بايد په دې کلمو سره خپل افکار تهديد نه کړو او ترې ډډه وکړو.
د تشويش د تنظيمولو څلرمه ستراتيژي: د نه تغيريدونکو تشويشونو قبلول(پرځان منل)
د تشويش د ځينو سرچينو څخه مخنيوى نه کيږي.د هغه چا سره چي تاسي مينه کوى دهغه د مړيني تشويش ته تاسي تغير نه سئ ورکولاى، جدي مريضي او يا ملي اقتصادي بحران، دا هغه کړني دي چي تاسي ورته هيڅ تغير نه سئ ورکولاى نو ددې لپاره ښه خبره داده چي د يو تريخ حقيقت په څير يې پر ځان ومنى.پوهيږم چي منل يې پرځان سخت دي، خو ددې لپاره چي ناحقه ستونزه سړى ځانته جوړوي ښه دادى چي پرځان يې ومني لکه د افغانستان اوسني حالات چي اعوام يې په تشويش کي کړي خو اعوام ورته تغير نه سي ورکولاى نو د يو تريخ حقيقت په څير يې بايد پرځان ومنئ او دهغي ورځي انتظار وباسي ترڅو هرڅه سميږي.
• د نه کنټرولېدونکي حالت دکنټرول هڅه مه کوئ: په ژوند کي ډير داسي شيان سته چي هغه زموږ تر کنټرول وتلي دي په خاص ډول د خلګو رويه يا کردار چي دې ته موږ هيڅ تغير نه سو ورکولاى نو ددې پرځاى چي منفي عکس العمل ښيو ښه داده چي د يو عادي ستونزي په سترګه ورته وګورو او پرځان يې ومنو.
• راتلونکي ته خوش باوري: لکه څنګه تيريږي” څه شي زموږ د پياوړتيا او ځواک سبب ګرځي” کله چي د يو لړ زياتو ستونزو سره مخ کيږئ نو داسي فکر وکړى چي دازما د راتلونکي لپاره يو تجربه ده، که چيري ستاسي څخه اشتبهات وسي نو په راتکونکي کي د هغه څخه ډډه وکړى او په راتلونکي کي يې د يو درس په توګه ځيني استفاده وکړئ.
• د خپلو احساساتو شريکول: کله چي تاسي په يو ستونزه کي ياست نو د خپل يو اعتمادي ملګري سره دي مخ په مخه خبري وکړى په دې سره تاسي کولاى سئ چي د خپل تشويش بڼي ته تغير ورکړئ. د ملګرو سره د تشويش شريکول دا مانا نه لري چي تاسو د ستونزو په وړاندي کمزوري ياست. داعتمادي ملګرو سره د ستونزي شريکول د ملګرو ترمنځ د ملګرتيا ځواک هم پياوړي کوي او د انسان پر دماغ پروت بار سپکيږي او سړى به ځان راحته احساسوي.
• د بخښني قوه په ځان کي روزل: موږ بايد دا پر ځان ومنو موږ په يو نامکمله نړۍ کي ژوند کوو، انسان د اشتباه څخه خلاص نه دى، نو موږ بايد په يوځل اشتباه سره سړى تحقير او توهين نه کړو او څو ځله نور هم موقيع ورکړو ترڅو هغه اصلاح سي. موږ بايد په ځان کي منفي فکر ونه روزو اوهمېشه مثبت فکر وکړو ترڅو مخته ولاړ سو.
د تشويش د تنظيمولو پنځمه ستراتيژي: د استراحت لپاره وخت ځآنګړى کول
د ځان د ساتيري لپاره بايد مثبتي لاري غوره کړل سي. د ځان د تشويشونو د کمولولپاره بايد انسان خپل ځان تکړه کړي، که سړى په دايمي ډول د ځان داستراحت لپاره وخت وباسي نو هغه به د ستونز په وړاندي په ښه ډول سره مقابله وکولاى سي اويو ښه ژوند به ولري.
د استراحت او هوسايي لپاره ورغتيايي لاري:
• قدم وهل
• په طبعي منظرو کي وخت تيرول.
• يو ښه ملګري ته زنګ وهل
• يو ښه کاري محول د ځان لپاره جوړول.
• په خپل ژورنال کي ليکنه کول.
• اوږده لامبو وهل
• ښه نرى خوشبويه شمعې بلول
• يو ښه مزداره قهوه يا شنې چايي څښل
• د کورنۍ حيواناتو سره سات تيرول.
• په خپل باغ يا باغچه کي کار کول.
• مساج کول
• په يو ښه کتاب ځان مصروفه کول
• موسيقي اوريدل
• تمثيلي پارچې کتل
داسي مه کوى چي ددې کارونو په کولو سره ځان په نور تشويش هم اخته کړى او د ذکر سوو کارونو د ترسره کولو لپاره پر ځان فشار راوړى او يو بل بار هم په اوږو واړوى، د خپل توان سره مطابق هرڅه د ځان لپاره چمتو کړى، په ډيرو عصري شيانو مو چورت مه بندوى هر هغه څه چي په لاس کي لرئ دخپل تشويش د کمولو لپاره ترې استفاده وکړى.
• د خپل استراحت لپاره وخت ځانګړى کول: په خپل ورځني مهالويش کي مو د ځان د استراحت لپاره وخت ځانګړى کړئ.په هغه ځانګړي سوي وخت کي بل کار ته حق اوليت مه ورکوى، په دې ځانګړي سوي وخت کي بايد تاسي نور مسؤليتونه شا ته پريږدى او يواځي استراحت وکړى او خپل ځان مو ښه هوسا کړئ.
• تماس نيول: د خپل وخت څه مو يو څه اندازه د ښو خلګو سره تير کړئ.د هغو ښه خاصيتونه کولاى سي چي ستاسي په ژوند کي يو مثبت بدلون راولي ترڅو تاسي د تشويش څخه وژغورل سئ.
• په يو داسي کار ځان مشغولول چي تاسي هره ورځ خوند ترې اخلى: په کوچنيو شيانو ځان مصروفه کول چي هغه ستاسي د مصروفه کېدو او خوشحالى سبب ګرځي هغه هر شي کيداى سي، که هغه داسي خيال پلو وي چي ته پرې خوشحاله کيږي، د پييانو ږغول اويا په خپل موټر او يا موټر سايکل باندي مصروفه کيدل.
• خوش طبعتي: دا ستاسي په استعداد پوري اړه لري چي تاسي څنګه خپل ځانونه خندوى، او يا پرڅه شي باندي تاسي ته خندا درځي دا کړنه کولاى سي چي ستاسي تشويشونه در کم کړي.
د تشويش د تنظيمولو شپږمه ستراتيژي: د ځان لپاره د صحت منده ژوند طريقه اختيارول
تاسي کولاى سئ چي خپل تشويشونو مو فزيکي فعاليتونو په واسطه کنټرول کړى او دهغه په وړاندي مقاومت وکړى.چي يو لړ يې دادي.
• په منظم ډول سپورټ کول: فزيکي فعاليتونه کولاى سي چي ستاسي تشويشونه ډير کم کړي. تاسي که چيري په اوونۍ کي لږتر لږه درې ځلي ديرش دقيقي د فزيکي فعاليتونو لپاره ځانګړي کړى هغه ستاسي سره د تشويشونو په مخنيوي کي تر حد زياته مرسته کوي، ابازي يو دهغو فزيکي فعاليتونو څخه ده چي تشويش ګراف په ډير لږ وخت کښته راولي او تشويشونه کموي.
• د يو ښه غذايي ريژيم څخه استفاده کول: ښه غذايي ريژيم کولاى سي چي ستاسي سره د تشويش په کمولو کي مرسته وکړي هر کله چي مو خوراک کوى بايد فکر وکړئ چي څه شي بايد وخورئ. خپله ورځنۍ غذا مو دسهار د ناشتې څخه شروع کړي، ځکه تاسي ټوله ورځ کار کوى نو تاسي بايد په مناسبه اندازه انرژي واخلى ترڅو ورځني فعاليتونه مو په ښه ډول سره ترسره کړئ.په خوراک کي بايد د توازن څخه کار واخلى هيڅکله دونه زيات خوراک ونه کړى چي ستاسي د ناراحتى سبب وګرځي.
• د کافين(Caffeine) او بورې څخه ډډه کول: د ډيري بورې او کافينو خوړل ستاسي د بې ځايه انرژې سبب ګرځي او کيداى سي ناحقه مو موډ در خراب کړي، تاسي د خپل پرهېز په وخت د کافي، مشروباتو، چاکليټو او نورو خوږو شيانو څخه ډيره لږ استفاده وکړئ په دې سره به تاسي ډير آرام اوسي او په ډير ښه ډول سره به بيده سئ.
• د الکحول، سګريټو او نشيي توکو څخه ډډه کول: الکحول او د نورو نشيي توکو استعمال کولاى سي د لږ وخت لپاره ستاسي سره د تشويش کمولو کي مرسته وکړي، نو تاسي خپل اعصاب په غيري روغتيايي شيانو باندي مه آرامه کوى دخپلو ستونزو په وړاندي مو په نره وجنګيږى او د سالمي لاري خپل تشويشونه رفع کړئ.
• په کافي اندازه خوب کول: کافي خوب کول ستاسي دماغ او ددې ترڅنګ ستاسي بدن آراموي، ستړيا ستاسي تشويشونه نور هم ډيروي او تاسي و غيري منطقي فکرونو ته اړ کوي.
د ژباړي منبع: http://www.helpguide.org
ژباړن: انجنير حميد شهزاد