کور / هراړخیز / د کندهار پر فرهنګي ميراثونو تالان او د ولس ونډه

د کندهار پر فرهنګي ميراثونو تالان او د ولس ونډه

 


په هېواد کې د فرهنګي ميراثونو د ورځې لمانځل او د تاريخي ابداتو سرنوشت


د کب يا حوت د مياشتې ٢٠ نېټه په ټول هېواد کې د فرهنګي ميراثونو د ملي ورځې په توګه په داسې حال کې لمانځل کېږي، چې د کندهار د فرهنګي ميراثونو د ساتنې په برخه کې نه پاملرنه د تاريخي ابداتو د له منځه وړلو لامل شوې ده.



کندهار د افغانستان د لويو او تاريخي ولايتونو څخه شمېرل کېږي، خو  هغه مهال يې ډېر شهرت ترلاسه كړ چې په ۱۷۴۷ز كال كې احمد شاه دراني ددې سيمې د واكمن په توګه وپېژندل شو.


ويل کېږي، چې اوس په دغه ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست سره نژدې ١٩ تاريخې سيمې ثبت کړي او اوس هم لګيا دي ترڅو نورې سيمې هم ثبت کړي.


چهل زینې، د احمد شاه بابا مقبره، احمد شاهي کلا، میرهزار جامعه او د میرویس نیکه زیارت په شان مهم لرغوني اثار پکښې دي.


دغه تاريخي سيمو ، چې مخکې يې هر يوه په خپل وار سره  سيلانيان ځانته راجلبول، خو اوس د امنيتي ستونزو له كبله يې سيلانيان د ليدو جرئت نه سي كولاى.


په دغه ولايت کې  فرهنګي ميراثونه د هر حکومت په بدلېدو سره د ځينو کسانو لخوا يا لوټ سوي او يا هم د له منځه تللو په حال كې دي.


که څه هم د کندهار ولايتي چارواکو د فرهنګي ميراثونو په ځانګړي ډول د تاريخي ابداتو د ساتنې لپاره خپل اقدامات کړي دي، خو  د ولس نه پاملرنې او حتى د تاريخي ابداتو څخه د استوګنې د کورونو لپاره د کار اخيستل ، غصب او لوټمارې ترکچې رسېدلې ده.


د کندهار یو شمیر اوسیدونکي او فرهنګپال هم په دې برخه کې اندېښمن دي او  وايي که په دغه ولایت کې د دولت له لوري تاریخي آبداتو ته سمه پاملرنه ونه شي کېدای شي ځینې تاریخي اثار او ابدې له منځه ولاړې شي.
د دوی په وینا که څه هم په تیرو کلونو کې ځینی تاریخي عابدات د دولت له لوری رغول شوی، خو یو شمېر مهم تاریخي آبدات په ډیر بد حالت کې دي.
 
ليكوال او شاعر بسم الله غرنى وايي، چې د ميرويس نيکه کور، د احمد شاه بابا کور، چهل زينې او د نارنج ماڼۍ د كندهار د تاريخي ځايونو په سر كې راځي چې د دې په  ساتنه سره د دې سيمې تاريخ ژوندى ساتل كېږي.


هغه زياتوي، دولت بايد د تاريخي ځايونو ارزښت ته په پام، د هغوى د خونديتوب لپاره يو راز مرستې هم ونه سپموي.


د ده په خبره، هيڅ زورواكى بايد دې ته پرې نه ښودل شي چې تاريخي ځايونه لاندې او كورونه ورباندې جوړ كړي.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال هم وايي، چې د کندهار پر تاريخي ابداتو تالان روان دى او دغه تالان يوازې د عادي کسانو لخوا نه کېږي، بلکې زورواکي شبكې يې په  غصب كې لاس لري.


هغه زياته کړه، چې د همدغه ستونزو له امله يې د کندهار فرهنګي او متمدينه سيمې له منځه تللي او که يې ولس مخه ونه نيسي، نو زياتې نورې به هم له منځه به ولاړ سي.


هغه د کندهار ښار د نارنج تاريخي ماڼۍ يوه مثال وړاندې کوي، چې شاوخوا سيمې غصب شوى دى، ځينې سيمې يې د استوګنې په کورونو بدل شوي.


مينه پال وويل، چې امنيتي ارګانونو تر يوه حده خپل مسوليت ادا کړى، د ساتنې اړوندې ادارې هم لاس په کار دي، خو يوازې ولس دى، چې په دې برخه کې يې خپل مسوليت نه دى ادا کړى او حتى تر يوه بريده ددغه ميراثونو په له منځه وړلو کې لاس لري.


تر دې مخکې په کندهار کې ځينې تاريخي ابدات په دغه ولايت کې د شته قونسلګرو او کړيو لخوا د رغونې په نوم له منځه وړل کېده، چې د رسنيو په مټ يې مخه ونيول شول.


ها خوا بيا د کندهار امنيتي چارواکي وايي، چې دوى د اطلاعاتو او کلتور د رياست په مکتوب ټولې تاريخې سيمې د امنيت ساتنې لپاره پوستې جوړې کړي دي.



خو د ځايي چارواکو تر ټولو لويه اندېښنه په همدې برخه کې ده، چې دځينو  تاريخي ابداتو څخه د ليدنې په برخه کې ستونزې سته، ځکه پوليس يې د امنيتي پوستو په توګه کاروي.


کندهار په تاريخي عکسونو کې : 



٨٤ کاله مخکې کندهار شاه بازار 



١٨٠ کاله مخکې کندهار ارغنداب ولسوالۍ بابا ولي صاحب زيارت 



١٨٠ کاله مخکې کندهار ښار 



٤٣ کاله مخکې د کندهار ښار د احمد شاه بابا مقبره او د خرقې مطهرې زيارت 



٣٨ کاله مخکې د کندهار ښار جاده ( د خپلواکۍ جشن ) 



٣٦ کاله مخکې کندهار ښار هرات دروازه 



٥٦ مخکې کندهار هرات دروازه 



٣٩ کاله مخکې کندهار عيدګاه دروازه 



٤٣ کاله مخکې کندهار شهيدانو چوک 



٤٥ کاله مخکې کندهار سرپوزه چهل زينې 



٤٠ کاله مخکې کندهار ښار عيدګاه دروازه