کور / تازه خبرونه / په خېبر پښتونخواپوليس گوښه شوي

په خېبر پښتونخواپوليس گوښه شوي

پېښور: دبي بي سي دخبرله مخې په خيبر پښتونخوا ايالت کې په فساد د ککړو پوليسو پر ضد د پیل شوې مبارزې په لړ کې ۱۳۰ پوليس له خپلو دندو ګوښه کړای شوي، چې د منځنۍ رتبو پوليس هم په کې دي.د پښتونخوا د پوليسو يوه وياند وويل، چې د پوليسو د مشر ناصر خان دراني په ځانګړې لارښوونه په تېرو شپږو مياشتو کې په فساد کې د پولیسو د ښکېلتيا په اړه مبارزه پيل شوې ده.ده ويلي په بېلابېلو ولسواليو کې شاوخوا د ۲۰۰ پوليسو دوسيې څېړل شوي، چې پر ۱۳۰ کسانو يې جرمونه ثابت شوي او له دندو شړل شوي دي.پوليس چارواکي وايي د ډېری پوليسو پر ضد وروسته له هغه مبارزه پيل شوې چې عامو خلکو يې په اړه شکايت کړی او پرته له سياسي فشار نه دغه کسان له دندو لرې کړای شوي.دا لومړی ځل دی چې په خيبر پښتونخوا کې په فساد کې د ککړو پوليسو پر وړاندې په دومره کم وخت کې په لويه کچه عمليات کېږي.د پوليسو وياند وايي شړل شوي پوليس د ډېره اسمعيل خان، پېښور، مردان، هزاره او ملاکنډ سيمو دي.د پښتونخوا د پوليسو مشر ناصر خان دراني تېر کال سپټمبر مياشت کې دنده ترلاسه کړه او له هغه وروسته يې په پراخه کچه د پوليسو په ليکو کې اصلاحات پيل کړل.د خيبر ايالت ټولو پوليسو ته لارښوونه شوې، چې بايد خپل منقول او غير منقول ملکيتونه ثبت کړي.د واکمن ګوند تحريک انصاف د ايالتي حکومت له لوري هم په پولیس چارواکو فشار راوړل کېږي، چې په فساد کې ښکېلو پوليسو په سملاسي ډول ځواب ورکړي.