کور / کندهار: د ملکيتونو کرايې او بيې لوړې سوي دي

کندهار: د ملکيتونو کرايې او بيې لوړې سوي دي

په کندهار کې له تېرو شاوخوا څلورو میاشتو راهیسي د کورونو او ودانیو کرایې او دغه راز د مځکو بیې لوړي سوې، چي خلک يې لامل د اقتصاد نسبت ښه والی بولي.

د رهنمايي معاملاتو مسوولین وايي، دوه زره څوارلسم کال هغه چې خلکو ته يې ډېرې اندېښنې پیدا کړي وې،خو داچې کومه ستونزه نه وه، نو ځکه خلک خاصه اندېښنه نه لري او خپل ملکیوته په ټیټه بیه له لاسه نه باسي.

د یوې رهنمايي معاملاتو مسوول محمد سلیم په دې وویل: ((پخوا چي به یو سرای په پنځه زره افغانۍ په کرایه ورکول کېدی اوس هغه په اووه زره دی ځکه خلک غوښتنې هم زاتي سوې.))

دی وایي، خلک هم اوس ډېر راغلي او کوښښ کوي چي ښار ته نژدې یا هم په ښار کې ځای ونیسي.

د یوې بلې رهنمايي مسوول حاجي دادمحمد بیا وايي، د دوه زره څوارلسم کال څخه مخکې ډېرو خلکو کاروبارونه پرېښودل او یایې هم کم کړل خو په دې وروستیو کې نسبت کارونه سه سوي، چي د ځمکو بيي یوه او کرایه یوه اندازه لوړي سوي.

((اوس کارونه یو څه ښه سوي، هغه بېره نسته چې دوه زره څوارلسم کال راروان دی خلک وايي، هر څه چې کېږي خو خپل کاروبار کوي.))

سیدالله یو له هغو کسانو څخه دی چي څلور میاشتې مخکې یې د دوو خونو لرونکی کور په دوه زره او پنځه سوه افغانۍ کرایه کړی وو خو اوس د دغه ډول سرای کرایه څلور زره او پنځه سوه افغانۍ ترې اخیستل کېږي.

((څو میاشتي مخکې ما د یوه سرای کرایه دوه زره او پنځه سوه افغانۍ ورکول خو او هغه ډول سرای دی چې تقریباً هغومره دوه واره پیسې راڅخه اخلي.))

دی وايي، ډېره هڅه یې کړی چي ارزانه سرای پیدا کړي خو ناکام شوی دی، هغه وايي، په ښار کي کاروربار کوي نو مجبور دی چې دلته نږدې یو کور په کرایه ونیسي.

د کندهار ښاروالۍ مسوولین وايي، د ځمکو د بيې له لوړ والي څخه معلومات نه لري خو د ازاد بازار له امله خلک کولای شي خپل کورونه په خپله خوښه په کرایه ورکړي.

د کندهار ښاروالۍ مرستیال محمدنسیم رضايي په دې اړه وایي: ((موږ یو کمیسیون جوړ کړی چې ملکیتونه يې قمت ګزاري کوي چې تر اوسه نهايي سوی نه دی، خو کرایه د خلکو خپل کار دی چې په دې اړه موږ څوک نه تعقیبوو.))

په کندهار کې وروسته له هغه د کورونو کرايې او د ځمکو بيي لوړيږي چې د دوه زره څوارلسم کال دریمه میاشت روانه ده کوم چې خلک ډېر ورځني اندېښمن وه خو لیدل کېږي چې پر کاروبارونو يې د خلکو د تمي سره سره سم منفي اغېز نه دی کړی.