کور / راپور / په ناروې کې پوهنیز روزنیز سیمنار تر سره شو

په ناروې کې پوهنیز روزنیز سیمنار تر سره شو


 



 له ښې خوا: ډاکټر حبیب الله ببرکزی ځدراڼ، کاندید اکادمیسن اعظم سیستانی، ډاکټر عبدالصمد بزګر ملکزی، استاد قریب الرحمن سعید.


لکه څنګه چې له مخکې پتیل شوې وه د روان عیسوي کال د جون په اوومه د یکشنبې په ورځ د سهار پر یولسو بجو د ناروې په هیواد کې د نوموړي هیواد پلازمینې ته څیرمه د لیلیستروم په ښکلی ښار کې د شیسمو د کمون د ښاروالۍ په سالون یو ورځنی پوهنیز،روزنیزسیمینار د (ستونزې، حل لارې او اسانتیاوې) تر سرلیک لاندې چې د ۶۵ تنو په شاوخوا کې افغانانو پکې برخه اخیستې وه تر سره شوه.


نوموړې سیمینار چې د دعوت خپرونې د ادارې لخوا د شیسمو کمون په مالي مرسته جوړ شوې و، له دود سره سم د ښاغلی مولوی عبدالروف صافي له خوا د قران د مبارکو ایاتونو په تلاوت پرانستل شو.


پرانستونکې وینا د دعوت خپرونې مشر ښاغلی محمد طارق بزګر وکړه، ښاغلی بزګر د خپلې وینا په ترڅ کې راغلیو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د  سیمینار موخه په یې برخه والو ته رڼا واچوله، په خپلو خبرو کې وویل چې دا سیمینار غیر سیاسي چې یوازې روزنیزه او پوهنیزه بڼه لري د افغانان د ښه پوهاوی  او د شته ستونزو د هواري له پاره جوړ شوی دی.


تر ښاغلی بزګر وروسته استاد قریب الرحمن سعید ته وار ورورسید، ښاغلی سعید د (   د افغانانو کورنۍ ژوند د اسلام او افغاني کلتورله مخې ) تر سرلیک لاندې خپله اسلامي علمي او هراړخیزه وینا واوروله چې د غونډې د برخه والو د پوهې او خوښۍ وړ وګرځيده.


تر ښاغلی سعید وروسته د غونډې دوهم ویناوال ښاغلی کاندید اکادمیسن اعظم سیستاني چې له سویډنه د غونډې برخه وال وو دریځ ته راوبلل شو او د ( جوانان و حق  انتخاب) تر سرلیک لاندې یې خپله ارزښتناکه وینا یې د غونډې برخه والو ته واوروله.


د ښاغلی سیستانې تر وینا وروسته یوه لنډه شان د خوړو او څښلو دمه وشوه.


د غونډې په دوهمه برخه کې د غونډې ویاند ښاغلی اجمل اټک د انګلستان څخه راغلی میلمه ښاغلی ډاکټر عبدالصمد بزګر ملکزی ته بلنه ورکړه چې خپله ټاکل شوې وینا د  (جنګ ځپلې ټولنه او د جنګ رواني تاثیرات) تر سرلیک لاندې برخه والو ته واوروله، ښاغلی ملکزي خپله هراړخیزه او عملي وینا د ځینو انځورونو په ملتیا  د سکرین او پردې پرمخ برخه والو ته تشریح کړه او د جنګ نه په رازیږیدلو ناروغیو یې ښې په زړه پورې علمي څرګندونې وکړې.


د ښاغلی ډاکټر بزګر ملکزي تر وینا وروسته د پروګرام سره سم  د پوښتنو او ځوابونو وار شو، چې البته یو شمیر برخه والو خپلې اندیښنې او پوښتنې  د غونډې د ویناوالو سره مطرح کړې چې ډیرو پوښتنو ته د استاد سعید او ډاکټر بزګر ملکزی له خوا ځوابونه ورکړل شول. تر پوښتنو وروسته د شیسمو کمون استازي ښاغلی (Leoul Mekonen) خپله لنډه وینا واوروله چې په خپلو خبرو کې یې د مهاجرینو په ستونزو خبرې وکړې. تر  ښاغلی (Leoul Mekonen ) وروسته د غونډې ویاندښاغلي اټک د سیمینار وروستئ ویناوال ارواپوه ډاکټر حبیب الله ببرکزي ځدراڼ دریځ ته وباله ارواپوه ډاکټر ببرکزي د( د رواني لحاظه د ماشومانو روزنه) تر سرلیک لاندې خپله ارزښتناکه او علمي وینا د سیمینار برخه والو ته واوروله چې د سیمینار د ګډونوالو د پام وړ وګرځیده.


د ارواپوه ډاکټر ځدراڼ تر وینا وروسته غونډه د مازدیګر پر څلور بجو د تیارې کړل شوې ډودۍ په خوړلو پای دا دروند، پوهنیز او علمي سیمنار د ښاغلی بزګر په لنډو خبرو چې د برخه اولو او میلمنو نه یې د د دوی د راتګ او برخه اخیستنې نه مننه وکړه پای ته ورسید.


دا سیمینار چې پوهنیزه او روزنیزه بڼه یې درلوده د راغلیو هیوادوالو له خوا ډیر ارزښتمن وارزول شو او هیله یې وکړه چې که په راتلونکې کې هم ورته سیمینارونه جوړ شي.


د دې سیمینار ویدیو او ویناوې به ډیر ژر د دعوت ویبپانې (dawatfreemedia.org) د هیوادوالو د لوستلو او لیدلو ته وړاندې شی .