طالبان: ٩ پوليس راسره يوځاى سول
عطاالله محمدي
طالبانو په خپله يوه انټرنيټي رسنۍ کي خبر ورکړ چي يو عسکر ورسره يو ځاى سوى دئ .
طالبان ليکي چي ياد کس له لغمان ولايت کي د دوى سره تر هغه وروسته يوځاى سوى دئ چي خپل ملګرى ئې وژلى .
د انټرنيټ پاڼي په وينا چي ياد کس خپله وسله او ورسره چاڼټه هم له ځان سره دوى ته ور وړې.
همدا ډول طالبان ليکي چي په شينډنډ اولسوالۍ کي ورسره يو او د ننګرهار په سپين غر اولسوالۍ کي ورسره اووه پوليس يوځاى سوي دي.
په دې اړه تر اوسه اړونده کسانو څه نه دي ويلي.