کور / کتابتون - بېلابېل اثار / لراوبر کتابتون: د دماغونو پرواز (braindrain)

لراوبر کتابتون: د دماغونو پرواز (braindrain)

“ددماغونو پرواز داقتصاد په علم کښي دبحث او دپام وړ موضوع ده. دپوهنتون داستادانو له خوا ددغي موضوع په اړه محصلینو ته پوره معلومات نه په لیکچرنوټونو کښي اونه په شفاهي ډول ورکول کیږی. 
ما(ج.م. مهربان) ته له ډېري مودي راهیسي دغه سوال پیدا ؤ چي ولي افغانان په افغانستان کښي خپلي عزتمندي دندي پرېږدي اودهیواد دباندي ډېرو داسي کارونو ته لاس ور اچوي چي هغه ددوی دشخصیت او مسلک سره برابر نه وي. دغه سوال مي هم په ذهن کښي ګرځېدئ چي دافغانستان دولت پرافغانانو باندي دشپاړسو کلنو یا تردې هم زیاتي مودې له پاره سرمایه ګذاري وکړي خو اخیر افغانان دامریکا متحده ایالاتو، کاناډا او نورو غربي هیوادونو ته حتی دژوند په قیمت او قرباني ځانونه ورسوي. ددغو سوالونو دجوابولو او دمحصلینو سره ددماغونو یادبشري سرمايې دپرواز په اړه دمعلومات شریکولو په نیت مي دغه لاندي څېړنه او ژباړه په انټرنیټ کښي دانګلېسي ویب سایټونو څخه راټوله او ژباړلې ده او په لراوبر کښي بېله عکسونو او جدولونو ئې درې برخي خپرې سوې. ډېر کوښښ مي وکړ چي په دې څېړنه کښي د ډېرو هیوادونو په اړه معلومات وړاندي کړم خو دهرهیواد په اړه مي معومات پیدا نه کړای سوای.” تـفـصـيـل
پېژندنه:
ژباړه او څېړنه: جان محمد مهربان 
د ليکوال برېښنالیک : jmihraban@yahoo.com
انلاين چاري :  مختار احمد احسان  – د لراوبر ډاټ کام برېښنايي کتابتون


يادونه ::: دا کتاب د pdf په بڼه جوړ سوئ دئ، که يې پروګرام (Adobe Reader) نه لرئ دلته يې ډاونلوډ کړئ !