کندهار:وسلوالو د پولیس د کورنۍ غړي ټپیان کړي
وسله والو په معروف ولسوالۍ کې پنځه ملکي وګړي ټپيان کړل
د کندهار د معروف ولسوالۍ په لوړ شيلي سيمه کې وسله والو مخالفينو د يوه ځايي پوليس پر کور بريد کړى او په پايله کې يې پنځه ملکي وګړي ټپيان کړي دي.
د معروف امنيه قوماندان نادرخان لر او بر ته د پېښې پخلى وکړ او زياته يې کړه، چي په بريد کې خپله پوليس ته کوم زيان نه دى اوښتى.
هغه زياته کړه، چي وسله والو د ياد پوليس د وژلو لپاره لوى پلان جوړ کړى وو او د هغه د کور پر شاخوا يې ماينونه ښخ کړي وه.
دده په وينا، چي ياد پوليس د بريد کوونکو سره د نورو پوليسو د رسېدو پورې سخت مقاومت کړى وو، خو د مخالفينو د لاسي بمونو په بريد کې د هغه کورنۍ درې ښځې او دوه کوچنيان ټپيان سوي دي.
بلخوا بیا دملي امنيت منسوبینو په کندهار کي څلور تنه وسله وال طالبان نیولي دي
دکندهار د رسنیو دفتر څخه خپره سوې خبرپاڼه کي لیکلي ،چي ملي امنیت منسوبینو د کندهار ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کي د وسله والو طالبانو د تخریبي ګروپونو اړوند څلور وسله وال له یو شمېر وسلو سره یو ځای نیولي دي.
ددې سره په خوا کې په کندهار ځينې نوري پېښې هم رامنځته سوي دي.
يوه پېښه د کندهار ولايت د خاکرېز ولسوالۍ په روښان کلي کې تېره شپه لس بجې د پوليسو پر يوه پوسته وسله والو مخالفينو بريد کړى او په پايله کې يې يو مخالف ژوبل کړى او يو مخابره يې هم ترلاسه کړې ده.
د پنجوايي ولسوالۍ په دواب سيمه کې هم سهار لس بجې د ملي اردو او پوليسو عمليات سوي او په پايله کې يې ٧٠ کېلو چاودېدونکي توکي او ٧ کړۍ ماينونه کشف او شنډ سوي دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم څه ندي ويلي.