طالبان : درې عسکر راسره يوځاى سول
عطاالله محمدي
طالبانو په خپله يوه انټرنيټي رسنۍ کي خبر ورکړ چي درې عسکر ورسره يو ځاى سوي دي .
طالبان ليکي چي ياد کس له په ننګرهار ولايت کي د دوى سره د دوى د جلب او جذب د کمېسيون په هلو ځلو يوځاى سوي دي.
د انټرنيټ پاڼي په وينا چي ياد کسان د دې ولايت د چپرهار په اولسوالۍ کي د دوى د ليکو سره يوځاى سوي دي.
په دې اړه خپله اړوند کسانو څه نه دي ويلي.