شیرزی:کرزی د زلمي رسول ملاتړ کوي
ولسمشرۍ چوکۍ ته نوماند ګل اغا شیرزي وايې کرزي د څانګړي کاندید ملاتړ کوي
دغه کانديد چي په هرات ولایت کي يې خپلو پلویانو ته خبري کولې وويل چي ولسمشر کرزی د نوماند زلمي رسول ملاتړ کوي او د مالې وزارت بیا د اشرف غني احمدزي ملاتړ کوي
هغه د خپلو خبرو په يوه برخه کي داسي وويل “یوشمېر نوماندان دي، نوم به يې واخلم زلمی رسول نومېږي، له لوېدیځ نه راغلی غواړي چې د دې هېواد باچا سي. کرزي صیب هم خپل ورور ورته تېر کړ، کرزی صیب غواړي چې ریموټ کنټرول په خپل لاس کې ونیسي او له ده نه د یوه تلویزیون په څیر کار واخلي. دغه فاسد رژیم او فاسد وزیران چې په نړۍ کې اعلان سول بیا نو څنګه کولی شي چې د افغانستان خلکو ته خدمت وکړي. تاسو باید فکر وکړئ او ډېر احتیاط وکړئ.”
خو د ولسمشرۍ ماڼي ویاند ایمل فیضي دا څرګندوني په کلکه رد کړي او وايې چي کرزی له هیڅ کوم کاندید څخه ملاتړ نه کوي
دا په داسي حال کی ده چي د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو ټاکنو ته لږ وخت پاته دئ
راتلوونکي ټاکني د ۱۳۹۳کال د حمل پر ۱۶نېټه ترسره کیږي