داوکراین وضعیت دنړۍ د امنیت لپاره ګواښ بلل سوی

اسدالله زړه سواند | مارچ 19th, 2014


امریکا او اروپايي ټولني له روسيې سره په رسمي بڼه د اکراین د کریمیا يو ځای کیدل غندلي دي
هغوئ ویلي چي هیڅکله به ددوي لخوا به رسمیت ونه پیژندل سي، او خپل بندیزونه به نور هم زیات کړي
دا په داسي حال کي ده چي په دې وروستیو کي په کریما کي د مرګ ژوبلي خبرونه هم خپاره سوي دي،چي تر دې وړاندي دا ډول کړنه نه وه ترسره سوې

په کییف کې د اکراین صدراعظم ارسیني یاڅینیوک وویل: چي دا شخړي ورځ له بلي مخ پر لويدو دي،دده په باور دا شخړي اوس له سیاسي اړخه پوځي اړخ ته په خورا چټکي سره رواني دي چي لامل يې روسي ځواکونه دي

د اکراین سرپرست ولسمشر الکساندر تورچینوف په یوه بیان کي ويلی چي د اوکراین پوځیان چمتو دي چي له ځان څخه د دفاع په موخه هر ډول کړني ترسره کړي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې په ورځ یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې کریمیا له روسیې سره ملحقه سوه.

امریکایي چارواکو د پوتین دا کړنه د نړۍ د امنیت لپاره يو لوی ګواښ وباله ،د سپین ماڼۍ ویاند جيکارني وايې واشنګټن به له خپلو ملګرو سره یو ځای پر روسيې خپل بندیزونه نور هم زیات کړي

Copyright Larawbar 2007-2024