د UNDP پروګرام به د محلي ادارې په غوښته جوړ کړل سي
عطاالله محمدي
د UNDP متخصصين به د محلي ادارې همایه کولو پروګرام د کندهار ولایتي ادارې په غوښتنه جوړ کړي
په افغانستان کي د UNDP یا ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام عمومي مرستیال او ورسره پلاوي د کندهار والي سره په کتنه کي ژمنه وکړه چي د محلي ادارې د همایه کولو پروګرام به د کندهار ولایتي ادارې په غوښتنه جوړ کړي.
د کندهار والي سره په دغه لیدنه کي په افغانستان کي د UNDP یا ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام مرستیال رینونډ مایار، د پلان او پروګرام متخصصنو هم ګډون کړی و.
راغلي پلاوي کندهار والي ته په خبرو کي وویل چي نن یې په هلمند ولایت کي د ملګرو ملتونو پرمختیایي سیمه ایز دفتر پرانیزي او ترڅنګ یې پلان لري چي په کندهار ولایت کي هم د کندهار ولایتي ادارې او ولسوالیو د کارکوونکو د کاري تقویې او سمون په موخه محلي روزنیز پروګرام په لاره واچوي.
په افغانستان کي د UNDP عمومي مرستیال رینونډ زیاته کړه چي د دغه ادارې یو پلاوي ته به وظیفه ورکړي ترڅو کندهار ولایت ته راسي او د کندهار ولایتي ادارې د غوښتني سره سم د محلي ادارې د همایه کولو پروګرام تنظیم او په لاره واچوي. په ورته وخت کي کندهار والي پوهاند ډاکټر توریالی ویسا راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چي نه یوازي باید د اداري کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرامونه په لاره واچول سي بلکی د ځوانانو او ښځو مسلکي روزل یو له مهمو اړتیاو څخه ده.
ښاغلي ویسا زیاته کړه چي ولایتي ادارې ته د پرمختیایي پروژو د تطبیق لپاره تر یو میلون افغانیو مصرفولو اختیار ورکړل سوی دی ولي بیا هم مرکز کابل د ټولو پرمختیایي پروژو د تطبیق چاري پر خپله غاړه اخیستي دي.
دغه راز کندهار والي په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د دغه لوړ رتبه هئیت څخه وغوښتل چي د پیسو مصرفول مهم نه دي بلکی باید د ځوانانو لپاره په بهر کي د لوړو زده کړو لپاره زمینه مساعده سي ترڅو ځوانان مو په مسلکي ډول روزل سوي او د هیواد په جوړولو کي پوره ونډه واخلي.
د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام عمومي مرستیال کندهار والي ته ډاډ ورکړی چي د محلي ادارې د روزلو لپاره به ډير ژر روزنیز پروګرامونه په لاره واچوي او ژمنه یې وکړه چي د ځوانانو او ښځو د روزلو لپاره به هم بېلابیل روزنیز پروګرامونه پلي کړي. راغلي پلاوي دغه راز ژمنه وکړه چي خپل دغه نوې برنامه به د کندهار ولایتي ادارې تر تائید وروسته تطبیقوي.