دکندهارد والي ددفتر رئیس ووژل سو
پرون د کندهار د خاکریز ولسوالۍ د نوی کال په میله کي چي ګڼ شمېر لوړپوړو چارواکو هم ګډون پکښی کړی و درنه چاودنه وسوه
كندهار والي مرستيا ل عبدالقديم پتيال چې خپله له دغه پېښې روغ وتلى وايي چې دا يو رېموټ كنترول بم وو چې ددوى له رسېدو سره سم وچول سو .
د چاودني په ترڅ کي اتو تنو ته مرګ ژوبله واوښتل،په ټپیانو کي د ښاروالي مرستیال محمد نسیم رضایی ،د ولایت مقام د دفتر رئیس پرویز نجیب او د خاکریز امنیه قوماندان او مرستیال يې هم شامل وه
چي پرویز نجیب د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده
ښاغلي پتيا ل له خلكو وغوښتل تر څو د تروريستانو په پېږندنه كې له امنيتي ځواكونو سره مرسته وكړي دده په وينا دا كسا ن دخپلو پلانونو په عملي كولو كې د هېڅ چا ژوند په نظركې نه نيسي .
کندهار والي دا پیښه په ډېرو سختو ټکو غندلې او ويلي يې دي چي د هيواد ،سولي او انسانیت دښمنان نه غواړي چي هیڅکله دي هم زموږ افغانان خوشحاله ژوند ولري
د چاودني پړه تر اوسه کومي وسلوالي ډلي په غاړه نده اخیستې.