دبریښنا د نشتون له امله د لاریونونو ګواښ
که څه هم د تیرو دولسو کلونو را په دې خوا په کندهار کي د بریښنا وضعیت خورا ټکنی دئ،خو کندهاری اوسیدونکي وايې نور دا چاره ورته د زغملو وړ نه ده، او د صبر کاسه يې ډکه سوې ده.
یو شمېر کسانو چي نن په همدې موخه د بریښنا ریاست مراجعه کړې وه د خپلو خبرو پر مهال وويل که چیري بریښنا ورته جوړه نسي نو له تاوتریخوالي څخه په ډکو لاریونونو به لاس پوري کړي .
ددوي په وینا چي په تیرو دولسو کلونو کي یوازي د بریښنا په برخه ژمني ورکول سوي خو په عمل کي يې هیڅ ندي لیدلي.
هغوئ زياته کړه، چي اوس يې د ژوند ډېرې چارې په ځانګړي ډول د چښاک اوبه په برېښنا پورې تړلي دي، خو د برېښنا د نشتوالي له امله نه يوازې اوبه نه سته، بلکي د اوبو له نيستۍ لمونځ په تيمم کوي.
یاد کسان وايې له یوې خوا د بریښنا وضعیت سم نه دي خو له بلي لوري دبریښنا ریاست په عادلانه توګه خلګو ته بریښنا نه رسوی،او هغوئ په توپیریز چلند تورنوي.
خو د برېښنا رياست مامورين بيا دغه ستونزه موقتي بولي او زياتوي، چي د ښورندام د برېښنا پلانټ تخنيکي ستونزې پيدا کړى، خو په وينا يې برېښنا دومره هم کمه شوې نه ده، څومره چي يې خلک يادوي.
دغه رياست ځايي اوسېدونکي هم د برېښنا د بيلونو په نه تحويل تورنوي او زياتوي، چي دوى که خلک پيسې تحويل نه کړي، نو ممکنه نه ده، چي برېښنا جوړه سي.
د ځينو سرچينو د معلوماتو له مخې دمګړى په کندهار کي ١٨ مېګاواټه برېښنا شته، چي ١٢ يې د کجکي او اته يې د ډيزلي جنراتورونو څخه ده، خو په کجکي کي د جګړې له امله درې ورځې د لين پرې کيدو له امله برېښنا نه وه.
ويل کيږي، چي يوازې په تېرو دوو نيمو کلونو کي په کندهار کي ٣٠٨ ميليونو ډالرو په ارزښت تېل سوځول سوى او د ٢٢٠ ميليونو ډالرو په ارزښت ډيزلي ماشينونه او وسايل رانيول سوي دي، چي په دې پيسو د کندهار د برېښنا دايمي غم خوړل کيداى سواى.