کور / هراړخیز / په خوست کې د يو کال لاسته راوړنې!!

په خوست کې د يو کال لاسته راوړنې!!

هغه پروژې، چې د خوست په ولايت کې د ١٣٩٢ کال په اوږدو کې پيل شوې، او يا ګټې اخېستنې ته سپارل شوې دي، هغه د ټولو خوست مېشتو وګړو لپاره حياتي ارزښت لرى او تل يې ولسونو غوښتنه کوله، چې په دې ولايت کې دې پر مهمو او اساسي پروژو باندې کار وشي چې دلته ورته سخته اړتيا ليدل کيده.
په ١٣٩٢ کال کې د يوه منظم پلان په شتون او د ولس په غوښتنه ډ ېرې داسې پروژې پلې شوې او يا کار پرې شروع شوى دى، چې په دې ولايت کې د ولس په وار ،وار سره همدا غوښتنه وه، خو مرکزي وزارتونو او ادارو د ولس ستونزې او غوښتنې نه اوردې او تل يې ددې ولايت سره د مور او ميرې چلن کولو، خو ددې سره سره بيا هم په دې ولايت کې اساسي پروژې په دې کال کې ګټې اخېستنې ته سپارل شوې دي.
دا هر څه هنر ، کلکه اراده او هوډ غواړي څه وخت چې خوست والي په دې برخه کې خپلې هڅې پراخه او ګړندۍ کړې په وار، وار سره يې د خوست ولايت څخه پلاوې ليږلي دي او د پلاوو تر څنګ يې په خپله هم ځو، ځو ځله د مرکزي وزارتونو او مهمو کسانو سره په دې برخه کې ليدنې او کتنې ترسره کړې دي، او په دې سربيره يې په مرکز کې د هېواد په کچه د خوست پرمختيايي کنفرانس هم جوړ کړى او د نورو بېلا بېلو لارو يې د خوست مېشتو ولسونو غږونه د هر وزارت او هرې ادارې پورې ور رسولى دي ، چې په دې برخه کې يې د زياترو پروژو ستونزې حل شوې ، څو ځينې لا هم همداسې پاتې دي.

خوست والي وړمه ورځ د رسنيو له استازو سره په ځانګړې ناسته کې د کال عمده لاسته راوړنې ١٣٩٢لمريز کال د خوست د پرمختګ اوښې راتلونکې لپاره د پلان جوړونې مهم کال ياد کړ.
هغه وويل په ١٣٩٢ لمريز کال کې يې په بېلابېلو سکتورونو کې د خوست د پرمختګ ،ښې حکومتدارۍ ،ډاډمن امنيت ،بيارغونې او اساسي پروژو د منظورۍ لپاره اساسي کړنې سرته رسولې او په خبرو کې يې د ځينو مهمو پرمختګونو يادونه وکړه لکه دوهمې درجې ته د خوست ولايت ارتقا ،په خوست کې د بهرنيو چارو د وزارت د نمايندګۍ پرانيستل ،په مرکز کې د لومړۍ ځل لپاره د هېواد په کچه د خوست د پرمختيايي کنفرانس جوړيدل ،په دغه ولايت کې د سيکا اوسي سي اى په چوکاټ کې ټولټال ١٩٦پروژو د کار پيل ،د څلورو لويو پلونو د کارونو پيل کيدل اوپه ټولو ادارو کې د مثبت سمون اوبدلون رامنځته کيدل.
د يوه کال په جريان کې په هر سکتور کې دلته د پام وړ پرمختګونه او بدلونونه رامنځ ته شوې دي ، که يوازې ددې ولايت امنيت او بيارغونه و ارزول شي، په دې ولايت کې د مرکز په ګډون ان تر ولسواليو پورې په تمامه ماناسره امنيت ډاډمن دى، او هرڅوګ له دولت سره خپله همکاري ښايي، ځکه دولت له خپله اړخه دوى ته خدمات وړاندې کوي او ولس د هوسا او ارامه ژوند په لورې بيايي ، تر څنګ يې په دې ولايت کې د يو کال په جريان کې په هر سکتو ر کې داسې مهمې پروژې پلې شوي او يا يې کارونه پيل شوې دي چې تل يې خوست مېشتو ولسونو غوښته کوله ، همداشان دا هم بايد پټه نه کړو چې په اوسنيو وختونو کې ولس د ټولو دولتي او غيرې دولتي اداراتو څخه ښه تمه لري او ټول قانوني کارونه يې په وخت سره اجرا کيږي او دغه ادارې به ددې ولايت د ارتقا سره سم نورې هم پر مخ لاړې شي او په ټولو برخو کې به يې سهم زيات او کارونه به لا هم منظم او پر وخت ترسره کيږي.