کور / هراړخیز / عامه پوهاوئ او فكري رغَونه

عامه پوهاوئ او فكري رغَونه

دعامه پوهاوي او فکري رغونې پرمټ بايد ځينې کسان له ناروا کړنو وژغورو
له کومې مودې راهيسې،چې ولسونو په عامه پوهاوي او فکري رغونه باندې په مقرر ډول ټينګار کړى او دخپلو خلکو ذهنونو ته يې داپيغام رسولى دى ،چې تاسو په خپلو قومونو ، کليو او بانډو کې عامه پوهاوى وکړئ ،ترڅو دوى په خپلو منځونو کې په دې پوهه شي ،چې په سوله ، ورورۍ ، دوستۍ ، او په خپلومنځونو کې يو تربله ښې اړيکې وساتي له دې لارې ټول قومونه په يو اتفاق او اتحاد سره راټول او په خپله ټولنه کې دښه ژوندانه څخه برخمن شي .
کله مو،چې په خپلو منځونوکې اتفاق پيداشو نو تاسې په اسانۍ سره کولاى شئ،چې هغه دودونه او رواجونه ،چې تاسويې درڼا څخه دتيارو په لور رهنمايي کړي يئ او ژوند مو له ډول ډول ناخوالو ، بدبختيو اويو تربله جنګونو او ناحقو دعوو سره مخامخ دي او هغه ناروا رواجونه،چې زموږ اوستاسو په ټولنه کې شتون لري دهغې مخه موږاو تاسو ټول په يوځاى دعامه پوهاوي او فکري رغونې لارې نيولى شو.
هرکله مو،چې ذهنونه اوفکرونه روښانه شول ، نو لېرې نه ده ،چې زموږ په ټولنه کې به دهرډول ناخوالو او بدبختيو څخه په امن پاتې کېداى شو .
که چېرته موفکرونه او ذهنونه برابره نه وي نو په دې وخت کې موږ ديوه سرلوړي او عزتمندژوندانه څخه بې برخې او هېڅکله به دښېرازۍ په لور ګام پورته نه کړو ،ځکه چې اوس هم داسې کسان په ټولنه کې شتون لري، چې يوازينى کاريې د ورځې په جريان کې دا وي ،چې زموږ په مشرانو او شخصيتونو پسې په ځينو غونډځايونو ،بنډارونو او يا د ځينو برېښنايي ويبپاڼو له لارې داسې څه خپار کړي چې په هغه سره د هېوادوالو اذهان مشوش کېږي او دعامو خلکو پر فکري رغاونه باندې ناواړه اغېز شندي، چې دا ډول کړنې هم د اسلام له نظره او هم د انسانيت او بشريت له کړنو سره په ټکر کې واقع کېږي.
هر چا چې د خپل مسلمان ورور قدر وکړ او د هغه قدر به الله پاک وکړي او هم به يې په ټولنه کې سرلوړى وساتي څوک چې دبل انسان توهين کوي دا په دې مانا ده چې د خپل ځان توهين کوي نه موږ بايد په دې ټول انسانان پوه شو چې د بل قدر او درناوى د خپل ځان عزت او قدرداني کول دي.
زما په اند که چېرې څوک په برېښنايي ويبپاڼواو يا په فيسبوک پاڼه کې پريو اوبل پسې سپکې سپورې نشر وي د خپل ورور توهين کوي دا به نه يوازې زموږ د هېوادوالو پر اذهانو بدې اغېزې ولري بلکې د نړۍ پر ټولو وګړو به يو ډول فکري يرغل ترسره کوي.
له ټولو هېوادوالو څخه مې هيله او غوښتنه دا ده ،چې راځئ، نور د منفي فکر پرځاى سالم فکر وکړو فکرونه او ذهنونونه په خپله برابر کړو نو په اسانۍ سره کولاى شو،چې د هرډول پرمختګ څخه ځانونه برخمن کړو او دعصري ژوندانه هغه ټولو اړينو وسايلو څخه ،چې موږ ورته دورځې او شپې په جريان کې اړتيا لروله يوې خوا به مو ژوند پرمختګ کړى وي او له بې خوا به مو نورې نړې ته ورښودلي وي،چې افغانان هم اتقاف لري او هم يو تربله ښه همغږي .
هرچا چې ذهنونه او فکرونه جوړ کړي دي دوى پرمختګ کړى اوراتلونکى ژوند يې دتل لپاره دسولې او ثبات څخه برخمن کړى دى.
دښه پرمختللي ،روښانه ، ودان ، سرلوړي افغانستان په هيله .