زابل:د ډله ایزو ځانمرګو بریدونو مخنیوي سوي
په زابل کي د ډله ایز برید مخنیوئ سوی او ۶وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د زابل امنتي چارواکي وايې په شاه جوي او ښاري صفا ولسوالیو کي د عملیاتو پر مهال د ډله ایز ځانمرګي برید مخه نیولې او وسلوال يې وژلي او ټپی کړي دي
د زابل امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیونی وايې د عملیاتو پر مهال درې وسلوالو وژل سوي او درې نور ټپیان سوي دي
دده په خبره چي د عملیاتو پر مهال يې دوه د څانمرګو بریدګرو واسکټونه او اته سوه کیلو ګرامه امونیم نایتریت نیولي دي
ښاغلي روغ لیونی وایی وسلوالو غوښتل دغه موټربم مرکز کلات ښار ته داخل کړي او ورسته امنیتی وضیعت کډوډ کړی چی ددوی پولیسو ددې کارمخه ونیول
د زابل چارواکي خبرداري ورکوي چي دوی چمتو دي چي په دې ولایت کي د ټاکنو لپاره امنیت ساتي او د وسلوالو د هر ممکنه پلان په وړاندي چمتوالي لري.