کور / z_buitenland_news -- 5 / بوش له اروپا سره خداى پاماني كوي

بوش له اروپا سره خداى پاماني كوي


 


د امريكا جمهور رئيس جارج ډبليو بوش د اروپايي هيوادونو له مشرانو سره د خداى پامانى په لړ كي فرانسې ته ورسېدئ.
بوش به نن شپه د فرانسې د جمهور رئيس نيكولاى سركوزي ځانګړى مېلمه وي، چي د شنبې په ورځ به دواړه مشران يو ګډ خبري كنفرانس وركړي.
بوش په پاريس كي له هغو ټولو هيوادونو څخه مننه وكړه چي له افغانستان سره يې د اقتصادي مرستو ژمنه كړې، نوموړي د اروپا او امريكا پر ګډو اړيكو هم ټينګار وكړ او ويې ويل چي دوى به له افغانستان سره همكاري كوي او هيڅكله به يې يوازي پرېنږدي.
جارج بوش چي د راروان كال په جنوري مياشت كي يې د واك موده پاى ته رسېږي، له اروپايي هيوادونو څخه په وروستۍ ليدنه بوخت دئ.