کور / شعر / د اصيل خېلو کانفرانس

د اصيل خېلو کانفرانس

د اصيل خېلو کانفرانس

د اصيل خيلو کانفرانس ؤ په يو ښار کي
ونډه وال ول ځوان او پير پدغه کار کي
جاري لړۍ وه د ويناؤ پر دريځ
يو خپل دولت بل ګناه ګار باله لوېديځ
هر وينا وال د دې ټبر خلک ستايله
د چا ويش ويش د چا اُف اُف ؤ چا ژړله
د وينا والو په وينا هر يو اتل ؤ
د دغه قوم هر يو سړی بهتر تر بل ؤ
يو وينا وال ويل دا قوم دی د زمريانو
بل بيا ويل چي لا بهتره تر سيدانو
يو جذباتي ځوان ويل موږ غمي ګوهر يو
د نړۍ تر بل هر قوم څخه بهتر يو
بل وينا وال ويل دولت زموږ ميراث دی
چي بېله موږ کړي حکومت هغه ميرات دی
د دغې غونډي تقارير ښه سم اوږده سول
و ډوډۍ ته بې قرار ټول مېلمانه سول
د مېلمنو څخه يې بعضي ول له کلي
نور حاضرين وله ښاريان غوړ او ښاغلي
په مخکني قطار کي ناست ټول رئيسان ول
پيسه دار سياست مدار يا ملکان ول
چا په تسبو باندي شرنګی کاوه په زوره
چا د قورمې بويان راوړي ول له کوره
څوک ږغېدی په ص و ح و ق و لام
د چا بيا زده نه ؤ له سره څه کلام
په دغه حال کي يو بوډا دريځ ته راغلی
ويل دا زما د تجربې څه ګټه واخلئ
ګورئ دا زما ږيره سوه سپينه پدې لار کي
ټول زندګي مي سوه برباد په دغه کار کي
اوس چي مي مرګ سو رانژدې زه پرېشان يم
د قومبازۍ او د نفاق پر کار پښېمان يم
هغه چي کړوپه يې کړه زما ملا او بندي غاړي
چي لارويان نسئ هيڅکله د دې لاري
څوک چي په علم کي اتل وي تقوادار وي
هم په دنيا هم آخرت به عزتدار وي
د دانايي څخه چي خلاص وي قومبازي کړي
ملت چي ځان وژني نو خېل و خېلبازي کړي

آلمان
06-03-2014
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د ليکوال د وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه