د نیمروز پر والي وسله وال برید سوی

اسدالله زړه سواند | مارچ 28th, 2014


نن غرمه دولس نیمي بجې د نیمروز والی امیر محمد اخنذاده چي ددې ولایت دلارام ولسوالۍ ته تللی و د وسلوالو تر برید لاندي راغلي دئ
امیر محمد اخنذاده له رسنیو سره په خبرو کي ویلي چي غوښتل يې د لارام ولسوالۍ ته ولاړ سي او هلته د خلګو په یوې غونډي کي ګډون وکړي ،چي په لاره پرې وسلوالو برید وکړ
دده په خبره چي تر دواړو لورو جګړې وروسته د نیمروز د ملي امنیت د رئیس موټر چلوونکي وژل سوي او نور کوم چاته مرګ ژوبله نده اوښتې
تر اوسه وسلوالو طالبانو په دې اړه کوم څه ندی ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024