وسله وال هڅه کوي په خپلو حملو سره خلک وبېروي
عطاالله محمدي
وسله وال مخالفان هڅه کوي چې په خپلو حملو سره خلک وډارکړي”
چاپ
شریکول :
——————————————————————————–
د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د نورو لیکنو ترڅنګ تر ډېره د جمهور رییس کرزي او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر پرټلیفوني خبرو اوپه ولسي جرګې کې د امنیتي چارواکو پر پرونیو څرګندونو مطالب خپاره کړي.
ویسا:
ویسا غیردولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د جمهور رییس کرزي له قوله لیکلي چې؛ د افغانستان خلک له ترویزم څخه د ملاتړ کوونکو هېوادونو په اړه د امریکا د سیاست د واضح کولو غوښتنه کوي.
په دې اړه لیکنه کې د جمهور رییس کرزي او جان کري پرونۍ ټلیفوني خبرې رااخیستل شوي چې؛ ښاغلي کرزي جان کري ته ویلي، افغانان شک لري چې یا امریکا د تروریزم پرملاتړو هیوادونو اغیزې نه لري او یاهم اراده نه لري چې؛ پرهغوی خپل نفوذ اعمال کړي.
ویسا همدا راز د امنیتي چارواکو له قوله لیکلي چې؛ پاکستان او وسله وال مخالفان د انتخاباتو د ګډوډولو هڅې کوي؛ خوامنیتي ځواکونو یې د مخنیوي لپاره لازم تدابیرنیولي دي.
سرنوشت:
سرنوشت غیردولتي ورځپاڼې هم خپله سرمقاله په افغانستان کې د انتخاباتو په درشل کې د وسله والو مخالفانو د حملو د مخنیوي مسالې ته ځانګړې کړې.
لیکوال لیکلي، دا حملې له انتخاباتو سره تړلي دي او وسله وال مخالفان هڅه کوي چې خلک وډارکړي او په انتخاباتو کې د هغوی د ګډون مخه ونیسي.
د سرمقالې د لیکوال په باور د دې حملو طراحان معلوم دي او دا لازمه ده چې، د مخینوي لپاره یې د امنیتي ځواکونو د هلوځلو ترڅنګ ډيپلوماټیکې هڅې هم وشي.
د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوي چې؛ افغان حکومت باید له امریکا او نړیوالې ټولنې وغواړي چې؛ پرهغو هېوادونو ډېر فشار واچوي چې؛ دا ډول حملې پلانوي.
سرنوشت په یوه بل مطلب کې د جمهور رییس کرزي هغه خبره هم را اخیستې؛ چې وایي، د وسله والو مخالفانو وروستۍ حملې د افغانستان او امریکا ستراتیژیکواړیکو ته زیات رسوي.
هېواد:
هیواد دولتي ورځپاڼې هم د ولسمشر کرزي او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر پرونۍ ټلیفوني خبرې خپرې کړي.
په دې اړه مطلب کې جمهور رییس کرزي جان کري ته ویلي چې؛ پاکستان د طالبانو افغانستان ترمنځ د سولې د خبرو اترو د پیلېدو په برخه کې لازمه همکاري نه کوي.
ولسمشر کرزي جان کري ته ویلي چې؛ طالبان د افغانستان د سولې له عالي شورا سره خبرو اترو ته تیار دي؛ خوپه دې برخه کې ځینې خنډونه شته چې د لرې کولو لپاره یې پاکستان لازمه همکاري نه کوي.
هېواد لیکلي، چې جان کري ښاغلي کرزي ته ډاډ ورکړی چې؛ په دې اړه به د پاکستان له صدراعظم سره خبرې وکړي.
محور:
محور غیردولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله د ملي امنیت د عمومي مشر د هغو څرګندونو په اړه لیکلې چې وایي فاسدین، جاسوسان او د نا امنیو رامنځ ته کوونکي پیژني؛ خو د وضعې د ګډوډولو له ویرې یې نومونه نه شي اخیستی.
د سرمقالې لیکوال لیکلي، خلک هره ورځ قرباني ورکوي او دا ډېره ضروري ده چې، دا کسان د ملي امنیت د ادارې له خوا افشا شي.
لیکوال لیکلي د یوه خپلواک دولت په توګه د مافیایي ډلو پروړاندې چوپه خوله پاتې کېدل به د دولت په درې ګونو قواوو کې د مافیایي ډلو نفوذ نور هم پیاوړی او یقیني کړي.
د محور د سرمقالې لیکوال غوښتنه کوي چې؛ یو ځل تصفیوي عملیات د دې لپاره هم په کار دي چې؛ د فاسدو، جاسوسانو او په نا امنیو کې د لاس لرونکو کسانو څیرې خلکو ته وښودل شي.