د رومانيايي عسكرو پر كاروان بريد وسو

34 | جون 13th, 2008



طالبانو د رومانيايي عسكرو پر يوه كاروان بريد وكړ، چي د طالب وياند قاري يوسف احمدي په وينا پنځه رومانيايي عسكر يې پكښي ووژل.
پېښه نن د جمعې په ورځ د كابل او كندهار پر لويه لاره رامنځته سوې ده.
د رومانيا د دفاع وزارت هم په يوه خپره سوې پاڼه كي د بريد پخلى كوي خو وايي له امله يې يوازي يو عسكر وژل سوى او درې نور ټپيان سول.
د رومانيي له پلازمېني بخارست څخه په يوه خپاره سوي بيان كي راغلي چي ۲۹ كلن كلاډيوماريوس هغه وخت د طالبانو په بريد كي ووژل سو، چي د كابل او كلات ترمنځ يې له نورو ملګرو سره ګزمه كول.
طالبان وايي پر رومانيايي عسكرو يې اول راكټي بريد وكړ او ورسته يې لاسي بمونه هم ور وغورځول.

Copyright Larawbar 2007-2024