کندهار:سیاف وايې مجاهدین په ټاکنو کي بریالي دي
ولسمشری چوکۍ ته کاندید استاد عبدالرب رسول سیاف وايې په ټاکنو کي مجاهدین بریالی دي
نوموړي چي نن يې په کندهار کي خپلو پلویانو ته خبري کولې وویل چي یو شمېر کاندیدان د افغانستان د بدی ورځي پر مهال خارج ته ولاړه خو اوس غوړول سوی دسترخوان ته راټول سوه
هغه وايې د افغانستان خلګ پوه سوي او هغه چاته به رایه وکوي چي همدلته اوسیدلي دي او د سرو لښکرو په وړاندي يې جهاد کړي وي
نوموړی وايې د بریالیتوب په صورت کي به پوهني،روغتیا،کرهڼي او د ښځو حقوقو ته د اسلام په چوکاټ کي پاملرنه وکړي
دی وايې په کندهار کي زیات کار سوي او په دې برخه کي به نور هم زیاتي هلي څلي وکړي
دي وايې د لوی کندهار خلګو د سرو لښکرو په وړاندي ټینګه مبارزه کړې،او زیاتي قرباني يې ورکړي او دوي يې د زیات پام وړ اوسیدونکي وبلل.
ښاغلي سیاف د خپلي راتلوونکي کړنلاری د بیانولو پر مهال وویل چي د ولسمشر حامد کرزي لخوا د پام وړ کارونه سوي دي چي ددوي لخوا به هم د حکومت ښې کړني تعقیب او هغه چاري چي د اصلاح وړ وي اصلاح او یو قوي دولت به جوړ کړي،چي دیني عالمانو ته به پکښی څانګړې پاملرنه سوې وي.
باید وویل سي چي د ټاکنو د ورڅي په رانژدې کیدو سره ټاکنیزی مبارزې زیاتي سوي دي چي د استاف سیاف په ګډون دا ښپږم کاندید دي چي کندهار ته راڅي او دلته خلګو ته خپلي کړنلاري بیانوي.